کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه زیاته شوې
کلدارې

په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه زیاته شوې

د افغانستان د سقوط څخه وروسته په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه زیاته شوې ده، په ځانګړې توګه په هغه ولایتونو کې چې له پاکستان سره نږدې پراته دي.

د (پاکستان ټوډی) ورځپاڼې په دې اړه یوه ځانګړې لیکنه کړې ده او په دغه لیکنه کې وايي، چې د افغان صرافۍ له یو شمېر مسوولینو سره یې خبرې کړې دي او د هغوی په وېنا، چې په افغانستان کې له سقوط وروسته د کلدارې راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

په دغه لیکنه کې د پاکستانۍ کلدارې د راکړې ورکړې د زیاتېدو لامل دا ښودل شوی دی، چې له سقوط وروسته په افغانستان کې بانکي سیسټم راپرېوت، افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت کم کړ او له دې وجې نه د کلدارې په راکړه ورکړه کې زیاتوالی راغی.

د یادولو وړ ده چې په تېر حکومت کې په افغانستان کې د کلدارو په راکړه ورکړه سخت بندېز لګېدلی و او هغه ولایتونه، چې مخکې به پکې کلدارې استعمالېدې، له منځه وړل شوې وې او نه یوازې کلدارې، بلکې له افغانیو پرته د نورو اسعارو په ورکړه راکړه باندې بندېز لګېدلی و.

د افغانستان له سقوط وروسته خلک له دې سترې ستونزې سره مخ شو، چې د بانکونو څخه د خپلو پېسو په راایستلو کې له ستونزو سره مخ شو، تراوسه پورې خلک نه شي کولای چې له بانکونو څخه خپلې ټولې پېسې راوباسي، بلکې له ډېرو سختو او ستونزو وروسته یوازې په اونۍ کې اوس کولای شي چې ۴۰۰ ډالر یا په همدغه اندازه افغانۍ راوباسي.

دا هم ولولئ

په المان کې د مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی شوی دی

دا د هیڅ انسان لپاره د زغم وړ نه وي، چې د هغوی د مړي …