کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پخوانی ولسمشر حامد کرزی ۶۴ کلن شو
حامد کرزی

پخوانی ولسمشر حامد کرزی ۶۴ کلن شو

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن د ۶۴ کلونو شو، هغه له ۲۰۰۱ کال راهیسې بیا تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان ولسمشر پاتې شوی دی.

حامد کرزی په ۱۹۵۷ کال کې د دسمبر په ۲۴مه نېټه د کندهار په کرز کلي کې زېږېدلی دی، چې د خپل کلي په مناسبت سره یې نوم هم تړلی شوی دی. د هغه پلار عبدالاحد کرزی د پارلمان مشر پاتې شوی و، د هغه نیکه چې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره په ۱۹۱۹ کال کې جنګېدلی و، هم په خپل وخت کې د مشرانو جرګې مشر پاتې شوی دی.

حامد کرزي په کندهار کې د محمود هوتکي لیسه کې زده کړې کړي، بیا د کابل سید جمال الدین افغان لیسې ته تللی او په ۱۹۷۶ کال کې د حبیبیه لیسې څخه فارغه شوی دی. نوموړی د ماسټرۍ لپاره هند ته تللی و او هلته یې په هماچل پردېش پوهنتون کې په نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو کې زده کړې وکړې. د کمیونیسټي دورې پر مهال هغه پاکستان ته تللی و او له هغه ځایه یې مبارزه کوله.

حامد کرزی د برهان الدین رباني په حکومت کې په بهرنیو چارو وزارت کې د معین په توګه هم دنده ترسره کړې ده، خو وروسته چې کله امریکا د تـا لـیـبـا نـو حکومت ړنګ کړ، نو حامد کرزی د افغانستان د سرپرستې ادارې مشر وټاکل شو او له هغه وروسته بیا د دوه کلونو لپاره ولسمشر شو.

همدا راز په افغانستان کې په ۲۰۰۴ کال کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، چې حامد کرزي وټاکلې او ورپسې یې بیا په ۲۰۰۹ کال کې هم ولسمشریزې ټاکنې وګټلې چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان منتخب ولسمشر پاتې شو او په ۲۰۱۴ کال کې د اشرف غني له خوا د ولسمشریزو ټاکنو تر بریا وروسته یې هغه ته د افغانستان ولسمشریزه څوکۍ وسپارله.

حامد کرزي په ۱۹۹۹ کال کې د زینت کرزۍ سره واده کړی دی او ۴ اولادونه لري.

دا هم ولولئ

په المان کې د مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی شوی دی

دا د هیڅ انسان لپاره د زغم وړ نه وي، چې د هغوی د مړي …