کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ویډیو: جالبه پېښه؛ یوې لوبډلې پرته له توپ وهنې ۵ منډې جوړې کړې

ویډیو: جالبه پېښه؛ یوې لوبډلې پرته له توپ وهنې ۵ منډې جوړې کړې

د بیګ باش لیګ په نننۍ لوبه کې یوه په زړه پورې پېښه رامنځته شوه، چېرته چې یوه توپ وهونکي په توپ وهنه کې درغلي کوله، لوبڅار مخالفې لوبډلې ته ۵ منډې ورکړې.

د کرکټ په تاریخ کې به مو ډېر کم لیدلي وي چې یوه لوبډله دې پرته چې توپ وهنه پیل کړي او توپ اچونه ورته وشي، ۵ منډې دې ولري، خو په بیګ باش کې دا ډول پېښه واقع شوې ده.

د هوبارټ هوریکنز او میلبورن سټارز ترمنځ د لوبې پرمهال د هوبارټ لوبډلې یو توپ وهونکي د منډې جوړولو لپاره له کریس وړاندې بیټ کېښود، چې په دې کار سره لوبڅار د میلبورن لوبډلې ته ۵ اضافي منډې ورکړې.

دا ویډیو د میلبورن سټارز لخوا په رسمي اکاونټ کې هم خپره شوې، خو هیچا د توپ وهونکي نوم نه دی څرګند کړی.

د یادونې وړ ده چې په دې لوبه کې هوبارټ لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۰ منډې هدف وټاکه، خو میلبورن سټارز لوبډلې ته ورکړل شوې ۵ اضافي منډې هم ګټورې ثابتې نه شوې او په ټاکلو اورونو کې یوازې ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …