کورپاڼه / هنر او کلتور / مسابا ګپتا وایي چې په دې سخته خپه یم چې د ۱۹۸۳ کال نړیوال جام مې ونه لېده؛ نوموړې هغه وخت نه زېږېدلې

مسابا ګپتا وایي چې په دې سخته خپه یم چې د ۱۹۸۳ کال نړیوال جام مې ونه لېده؛ نوموړې هغه وخت نه زېږېدلې

د بالیووډ د پخوانۍ اداکارې نینا ګپتا او د ویسټ انډیز پخواني کرکټ ویوین ریچارډ لور مسابا ګپتا د ۱۹۸۳ کال نړیوال جام سیالیو پایلوبه ننداره نشوه کړای.

نوموړې ځکه یاده لوبه ونشوه لېدلی، چې هغه لا نه وه زېږېدلې، بلکې له دې لوبې شپږ کال وروسته دې نړۍ ته راغله.

که له یوې خوا په یاده لوبه کې د مسابا ګپتا پلار او د نړۍ مشهور لوبغاړی و، نو بل لوري ته د یاد نړیوال جام اتله لوبډله د هغې مورنی هېواد هند و.

مسابا په دې اړه ویلي، چې د ژوند تر ټولو ستره پېښمانتیا یې دا ده چې د یادې لوبې پرمهال په نړۍ کې نه وه. هغې پر انستاګرام د ۱۹۸۳ کال نړیوال جام پایلوبې ویډیو هم خپره کړې، چې هند پکې په ۴۳ منډو بریا خپله کړې وه.

ویوین په دې لوبه کې ښه ونه ځلېده، خو بیاهم له نورو لوبغاړو یې زیاتې منډې کړې وې او د هندي الراونډر کپیل دیو لخوا کیچ شو. هغه یاد نړیوال جام په اړه جوړ شوي (۸۳) فلم په اړه وایي چې دې فلم خپرېدو ته په تمه نشي پاتې کېدلی، ځکه مور هم پکې کار کړی دی.

 

دا هم ولولئ

((پریانکا تل د زیاتو اولادونو غوښتونکې وه))

د بالیووډ نړۍ د مشهورې اداکارې پریانکا چوپړا د تره لور میرا چوپړا وایي، چې …