کورپاڼه / جالب / په امریکا (۸۷) کلن زوړ سړی له خپلې لمسۍ سره یوځای له پوهنتون فارغ شو

په امریکا (۸۷) کلن زوړ سړی له خپلې لمسۍ سره یوځای له پوهنتون فارغ شو

علم او زده کړه کول انسان د رڼا او ښه ژوند پر لورې بیایي او ترلاسه کول یې د ژوند په هره برخه کې ګټور تمامېږي او د دې لپاره یو امریکایي یو مثال جوړ کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا یو ۸۷ کلن شخص، چې نور د ګور پر غاړه ولاړ دی، له خپلې ځوانې لمسۍ سره یوځای له پوهنتون څخه فارغ شو او اسناد یې ترلاسه کړل.

د امریکایي پوهنتون له لورې پر ټولنیزه رسنۍ یو پوسټ شوی، چې په هغې یې د یاد ۸۷ کلن شخص په اړه خبر ورکړی او ترڅنګ یې د هماغه زوړ سړي او د هغه د لمسۍ عکس یې هم خپور کړی دی.

یاد پوهنتون په پوسټ کې ویلي دي، زموږ د ادارې یو ډېره ځانګړې خبر دادی چې دې شخص له خپلې لمسۍ سره یوځای د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

اوه اتیا کلن شخص د اقتصاد په برخه کې د لیسانس اسناد ترلاسه کړل او لمسۍ یې بیا د ډله ایزو اړیکو په برخه کې سند واخیست.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …