کورپاڼه / جالب / هغه (۲۲) کلن نجلۍ چې د (۸) کلنې ماشومې په څېر ښکاري، خو ولې؟

هغه (۲۲) کلن نجلۍ چې د (۸) کلنې ماشومې په څېر ښکاري، خو ولې؟

شونارې د بریتانیې اوسیدونکې ده، هغه دوه ویشت کاله عمر لري، خو که چېرته یې ظاهري څېرې ته وکتل شي نو داسې ښکاري لکه اته کلنه ماشومه چې وي.

د راپورونو له مخې، کله چې شونارې وزېږېده نو هله معلومه شوه چې هغه په دماغي سرطان اخته ده، چې په همدې سبب یې په ۶ میاشتو په عمر د کیموتراپۍ په ذریعه درملنه وشوه او له یادې ناروغۍ وژغورل شوه.

دې حالت د هغې په دماغو کې د مټر د دانې هومره کوچنۍ د نخامې غدې ته زیان رسولی او د دې سبب شوې چې د هغې د بدن وده یې درولې ده.

که څه هم داسې شواهد شتون نلري چې کیموتراپي دې د نخامې غده زیانمنه کړي، خو د سرطان درملنه کله ناکله د اندوکراین ستونزو لامل کیږي او اندوکراین د انسان په وده کې کلیدي رول لوبوي.

شونارې دا ټولې ستونزې پخپله خوښه پر ځان منلي، خو هغه دا هم غواړي چې د یوې ماشومې په څېر خو ښکاري، خو د بالغې په نظر دې ورته وکتل شي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …