کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ خپل روغتیا یا صحت معلوم کړئ، له دې اوه طریقو ګټه واخلئ

که غواړئ خپل روغتیا یا صحت معلوم کړئ، له دې اوه طریقو ګټه واخلئ

زیاتره مشران او سپین ږیري په دې نظر دي چې پرهیز له درملنې غوره دی او همدا د روغ او سالم پاتې کېدو اصول دي. همدا راز له ناروغیو د مخنیوی او له ستونزو څخه د ژغورنې دمخه یې د تشخیص لپاره ځانته پام کول ډېر اړین وي.

روغتیاپالانو ځینې داسې لارښوونې کړي چې خپلول یې له ناروغیو مخنیوی کولی شي او دوی تر ټولو خطرناکې ناروغۍ چاغوالی او د معدې خرابي ښودلي. همدا ناروغۍ د نورو بنسټ جوړېږي او زیاتې ستونزې پیدا کوي.

۱- که چېرته یو جوړ جامې څلور میاشتې وروسته هماغه ډول پر تاسو جوړې وې او په سایز کې بدلون نه و، راغلی نو پوه شئ چې تاسې روغ یاست. خو که تنګې یا آزادې وې نو دا به د روغتیایي ستونزو پر لور اشاره کوي.

۲- که چېرته د تېر په پرتله له قبض، د معدې پړسوپ او تېزابیت سره کم مخ کېږئ، نو مطلب یې دادی چې غذا مو غوره او مناسبه ده، که ستونزې زیاتې شوې وې نو د ژوند او خوراک طریقه بدله کړئ.

۳- مخکې له دې چې په کومه ناروغۍ اخته شئ نو غوره به وي چې مثبت خوراک وکړئ او له اضافي کالورۍ او بې وخته لوږې ځان وساتئ. یعنې که چېرته تاسې پر بې وخته لوږې کنترول پیدا کړئ نو اوږد او سالم ژوند به ولرئ.

۴- د ښې روغتیا لپاره خوب خورا اړین دي، نو باید له ۶-۸ ساعتونو خوب وشي، که چېرته د خوب ستونزې لرئ ډاکټر ته ورشئ، ځکه دا د ناروغۍ نښه کېدلی شي.

۵- د ښې روغتیا لپاره له خپلو ښو ملګرو نظر اخلئ، ښه ملګری په تاسو کې رامنځته شوي بدلونونه ویني او نظریات او مشورې یې ګټورې تمامېدلی شي.

۶- ښه پوستکی چې داغ ونلري او شفاف وي د ښې روغتیا ښکارندوی دی او که چېرته پوستکی خراب وي نو مطلب دا چې دننه څه ستونزه لرئ او بدن مو زهرجن مواد لري.

۷- که چېرته ځان فعال او متحرک احساس کړئ نو پوه شئ چې یو صحت مند انسان یاست او که برعکس شوه نو د ځانګړو ویټامینونو او منرالونو کمښت لرئ.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …