کورپاڼه / جالب / په ۲۰۲۲ کال کې څه پېښېدونکي دي؟ د بابا وانګا خطرناکې وړاندوینې

په ۲۰۲۲ کال کې څه پېښېدونکي دي؟ د بابا وانګا خطرناکې وړاندوینې

د ۲۰۲۱ کال وروستۍ ورځې دي، دې کال له ځان ښه او بد یادونه لرل خو چې هر څنګه و، لاړ تېر شو. د نوي ۲۰۲۲ کال په اړه مشهورې فالبینې بابا وانګا ډېرې خطرناکې وړاندوینې کړي او دا یې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال به د څه شي کمښت وي او کوم ډول وایروس به خپرېږي.

بابا وانګا په اړه، چې د بلغاریه اوسیدونکې وه او ړنده هم وه، ویل کېږي چې هغې د ړندېدو سربېره بیاهم د راتلونکې په اړه وړاندوینې کولې او دا هم ویل کېږي چې د هغې زیاتې وړاندوینه رښتیا شوي هم دي.

په نړۍ کې د نړیوالې تودوخې زیاتېدل د دې کال پرمهال تباهي رامنځته کولی شي. د ګرمۍ په سبب د سایبریا واوره یا یخ اوبه شي او یو ډول وایروس به هم رامنځته شي چې ډېر په تېزۍ سره به خپرېږي او ترې ژغورل کېدل به ناشوني وي. همدارنګه په هند کې به د تودوخې درجه له ۵۰ پورته شي، چې سخته قحطي به رامنځته کړي.

بابا وانګا ویلي، په ۲۰۲۲ کال به زلزلې او طوفانونه زیات شي، د هند په سمندر کې به له زلزلې وروسته طوفان راشي، چې اسټرالیا، نیوزیلېنډ، اندونیزیا، هند او نور هېوادونه به زیانمن کړي.

هغې زیاته کړې، په ۲۰۲۲ کې به اوبه نورې هم ښکته شي او د اوبو بحران به رامنځته شي، خلک به مهاجرت ته اړ شي. همدا راز د ټیکنالوژۍ استعمال به زیات شي، چې همدا به ذهني ناروغۍ زیاتې کړي.

د ویلو ده چې په بلغاریایي ژبه کې (بابا) نیا یعنې د پلار یا د مور، مور ته ویل کېږي او دغه میرمن د یوې پېښې په سبب ړنده شوې ده. ویل کېږي چې بابا وانګا په ۱۹۱۱ م کال د جنورۍ په میاشت کې په بلغاریا کې زېږېدلې، یوه مذهبي مشره او د یوناني طیب حکیمه ده. د نوموړې په اړه مشهوره ده چې د ډېرو غیر عادي او حیرانوونکو وړتیاوو څښتنه ده، چې ګڼ شمیر ناروغان یې په درملنې سره ښه شوي دي.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …