کورپاڼه / خبرونه / راشد خان مینه والو ته د کرسمس مبارکي ورکړه
راشد خان

راشد خان مینه والو ته د کرسمس مبارکي ورکړه

نن په ټوله نړۍ کې د عیسایانو مذهبي ورځ کرسمس لمانځلی کېږي، چې په دې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم د دغه ورځ مبارکي ورکړې ده.

راشد خان چې اوسمهال د اسټرالیا په بګ باش لیګ کې د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، په یو ټویټ کې یې د کرسمس مبارکي لیکلې ده.


هغه په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي، چې ټولو ته دې کرسمس مبارک وي، ټول خوشحاله اوسئ. همدا راز د هغه مینه والو بیا راشد خان ته هم مبارکي ورکړې ده.

د یادولو وړ ده چې د کرسمس ورځ نه یوازې دا چې په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د دسمبر په ۲۵مه نېټه لمانځل کېږي، بلکې د نړۍ په نورو ډېرو هېوادونو کې هم لمانځل کېږي.

عیسایان د نړۍ په هر هېواد کې شتون لري او په دې ورځ باندې نه یوازې یو بل ته ډالۍ ورکوي، بلکې یوه ځانګړې وینه هم جوړوي، چې د کرسمس ونه ورته ویل کېږي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …