خپلواک وېبپاڼه (١٩ دسمبر ٢٠١٩): د تجارتي ليګونو تر ټولو ستر کرکټ ليګ د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د راروان پړاو لوبو لپاره د لوبغاړو بولي نن د دسمبر په ١٩مه نېټه، د افغانستان په وخت ٢ بجې پيلېږي.
دا ځلې دغه ستره بولي د هند په کلکته ښار کې ترسره کېږي، چې په افغانستان کې به يې ملي ټلويزيون هم په ژوندۍ بڼه ښکاره کوي.
د اى پي ايل وېبپاڼې د معلوماتو په وينا، سږکال د اى پي ايل بولۍ ته ٩٩٧ لوبغاړو نومليکنه کړې وه، خو چون دا ممکنه نه ده چې ټول لوبغاړي دې بولۍ ته وړاندې شي، نو د ټولو لوبډلو په خوښه باندې دوى ٣٣٨ لوبغاړي بولۍ ته د وړاندې کولو لپاره غوره کړي دي.
په دغه ٣٣٨ لوبغاړو کې ١٩٠ د هند لوبغاړي، ١٤٥ د نورو هېوادونو لوبغاړي او ٣ پکې د دويمه درجه لوبډلو لوبغاړي هم شامل دي، چې په دې کې بيا ٧ افغان لوبغاړي هم شامل دي چې بولۍ ته به وړاندې شي.
د اى پي ايل د قانون تر مخه، هرې لوبډلې يو شمېر لوبغاړي له ځان سره د خپل پخواني پړاو نه ساتلي دي، نو هره لوبډله کې به لږ لږ لوبغاړي اخلي، هغه لوبغاړي چې دوى له خپلې لوبډلې ليرې کړي دي، يوازې د هغوى پر ځاى به نوي لوبغاړي واخلي.
په دې لړ کې چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره محمد راشد او محمد نبي لوبېږي او د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره مجيب الرحمان لوبېږي، نو دوى خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي، نو دغه درې واړه به بولۍ ته نه وړاندې کېږي.
خو دا ځلې چې بولۍ ته کوم ٧ افغان لوبغاړي غوره شوي دي، په هغې کې ظاهر خان، محمد شهزاد، نوين الحق، قېس احمد، وقار سلامخېل او کريم جنت هغه لوبغاړي دي چې د بولۍ پيل به يې د ٥ ميليونه هندي کلدارو نه کېږي او نور احمد لکڼوال بيا هغه لوبغاړى دى چې د بولۍ پيل به يې د ٣ ميليونه هندي کلدارو نه کېږي.
نور احمد لکڼوال بيا د اى پي ايل د تاريخ تر ټولو کم عمره لوبغاړى هم دى چې دغه بولۍ ته وړاندې کېږي، د هغه عمر اوس څه کم ١٥ کاله دى.
په دغه لوبغاړو کې ډېر احتمال شته چې نور احمد لکڼوال، ظاهر خان او قېس احمد د لوبډلو پام ځان ته راواړوي او له خپلو لوبډلو سره يې د راتلونکي پړاو لپاره واخلي.