کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې لونګ په شېدو کې واچوئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

په ژمي کې لونګ په شېدو کې واچوئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

لونګ خو هسې هم زیاتې ګټې لري او که چېرته په ژمي کې استعمال شي نو پر روغتیا زیاتې مثبتې اغېزې کوي، په عام ډول په ژمي خلک د نزلې، زکام او ټوخي سره مخ کېږي، چې د دې لپاره لونګ خورا ګټور تمامېږي. همدا راز د نورو طبي ستونزو حل هم په لونګو کې نغښتی دی.

۱- له شېدو سره د لونګو استعمال د خولې روغتیا ته ګټور تمامېږي، د خولې بدبوی هم ختموي او غاښونه هم پیاوړي کوي.

۲- د قبض د ستونزو لپاره هم د شېدو او لونګو استعمال ګټور وي، د شپې له وېده کېدو وړاندې لونګ په شېدو کې واچوئ او د تېزابیت او قبض ستونزې حلوي.

۳- د لونګ او شېدو یوځای استعمال اشتها زیاتوي، په لونګ کې ویټامینونه، زنک، کاپر، میګنیزیم، اوسپنه، سودیم او کاربوهایډریټ لري چې د روغتیا لپاره خورا ګټور وي.

۴- خو باید پام وي چې زیات یې استعمال نه کړئ، په ورځ کې یوه پیاله شېدو کې نیمه کاچوغه لونګ پوډر بسنه کوي او لږه ګوړه هم ورسره استعمالولی شئ.

۵- د نارینه وو لپاره خورا ګټور تمامېږي، دا د بدن کمزوري ختموي، په شېدو کې کلسیم، سودیم، پوتاشیم وي چې بدن ته انرژي ورکوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …