کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ ماما او خوریه ترمنځ ستونزې ډېرې شوي

د بالیووډ ماما او خوریه ترمنځ ستونزې ډېرې شوي

د بالیووډ مشهور ستوری ګوویندا به د خپلژ تره لور د زوکړې په مراسم کې د کومیډي ستوري کرشنا ابيشک د اختلافي خبرونو له امله ګډون ونه کړي.

کرشنا ابیشیک د ګوویندا خوریه دی او د ماما او خوریه دا جوړه په بالیووډ سینما کې د زیات شهرت لرونکې ده، خو د دوی ترمنځ ټول اختلاف د ابیشیک میرمنې د یو ټویټ په سبب رامنځته شو.

د کرشنا ابیشیک میرمن کشمیرا شاه په ټویټ کې داسې ښودلي ول چې کرشنا د ودونو په مراسمو کې د پیسو لپاره نڅا کوي، ښایي دا ډول چلند د ګوویندا او د هغه میرمنې سنیتا اهوجا نه وي خوښ شوی.

د ګوویندا د تره لور، چې د کرشنا ابیشیک ناسکه مور هم ده (د کرشنا سکه مور او د ګوویندا خور پدما مړه شوې ده) خپله ۶۶مه کلیزه لمانځي. په دې موقع چې کله د کرشنا خور ارتي سینګ وپوښتل چې ماما یې په کلیزه کې ګډون کوي، نو هغې ورته منفي ځواب ورکړ.

هغې وویل، زه فکر نه کوم چې ګوویندا دې په دې مراسمو کې ګډون وکړي، ځکه له کله چې اختلاف رامنځته شوی، موږ سره نه یو غږېدلي، خو زه غواړم چې زما پخ خوشحالۍ کې ټول ګډون وکړي، زه سخته خپه یم چې ټول سره بېل یو او هیله ده چې بیا یوځای شو.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …