کورپاڼه / کرکټ / هربجن سینګ پخپل تقاعد د کرکټ یو بل باب هم بند کړ

هربجن سینګ پخپل تقاعد د کرکټ یو بل باب هم بند کړ

د هند کرکټ لوبډلې د ورو توپ اچونکي هربجن سینګ له تقاعد وروسته ټول هغه لوبغاړي چې په ۲۰مه پېړۍ کې په ټیسټ لوبو کې ډیبیو کړې وه، تقاعد شول.

هربجن سینګ وروستی هغه لوبغاړی و، چې په شلمه پېړۍ کې لومړۍ ټیسټ لوبه کړې، خو تر اوسه یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد نه و اخیستی، په داسې حال کې چې وروستۍ نړیوال ټیسټ لوبه یې په ۲۰۱۵ کال ترسره کړې وه.

د نوموړي له تقاعد وروسته داسې لوبغاړی نه دی پاتې چې هغه دې په نویمه لسیزه کې کرکټ پیل کړی وي او اوس هم ټیسټ لوبه کوي یا یې تقاعد نه وي اخیستی.

له هربجن سینګ وروسته یوازې دوه لوبغاړي کریس ګیل او شعیب ملک پاتې دي، دوی دواړو په نویمه لسیزه کې نړیوال کرکټ پیل کړی و او اوس هم د خپل هېواد لپاره لوبېږي.

د ویلو ده چې کریس ګیل او شعیب ملک په یوه ورځنیو لوبو کې د لومړي ځل لپاره د یوې میاشتې په ۱۹۹۹ کال ولوبېدل، خو ټیسټ لوبه یې په ترتیب ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کال ترسره کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …