کورپاڼه / روغتيا / د انځر او شېدو ترکیب حیرانوونکې ګټې لري

د انځر او شېدو ترکیب حیرانوونکې ګټې لري

په اوسني وخت کې چې کومې ستونزې د انسان روعتیا ته مواجعې وي، هغه یې د غیر صحت مند ژوند په سبب وي، چې په همدې سبب د وینې فشار، چاغښت، د هورمون ګډوډي او د شنډېدو ستونزې پیدا کېږي.

د دې ټولو ستونزو حل د ژوند په طرز کې بدلون او ټول عمر درمل خوړل دي، خو ځینې داسې نسخې هم شته چې استعمال یې نه یوازې روغتیا ته ګټور وي بلکې جانبي عواریض هم نلري.

انځر د وچو مېوو له ډلې څخه دی، چې ويټامین ای، بي، سي، کی، فایبر، کلسیم، میګنیزیم، پوتاشیم، کاپر او انټي اکسیډنت لري او که شېدې ورسره یوځای شي. د دې لپاره دوه یا درې انځر په یو ګیلاس شېدو واچول شي او شېدې وایشول شي، بیا شېدې وڅښل شي او انځر دې وخوړل شي.

د دې ترکیب په استعمال سره د وزن زیاتېدل، د حیض بې نظمي، د زړه ضربان زیاتېدل او د وینې فشار زیاتېدو ستونزې حل کوي. همدا راز د میاشتني ناروغۍ ستونزې چې د شنډېدو سبب کېږي هم د یاد ترکیب په مرسته حل مومي.

انځر پوتاشیم لري چې په شتون کې یې د وینې فشار کابو کېږي او فایبر یې د وینې کلیسترول هم کموي. هغه کسان چې حمل یې نه واقع کېږي هغوی دې هم دا ترکیب استعمال کړي. د پوستکي لپاره هم ګټور تمامېږي او هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …