کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ایشیز دریمه لوبه؛ اسټرالیا په ۹ ویکټو ۱۲۴ منډو ته اړتیا لري

د ایشیز دریمه لوبه؛ اسټرالیا په ۹ ویکټو ۱۲۴ منډو ته اړتیا لري

ایشیز لوبلړۍ د دریمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده، اسټرالیا په نهو ویکټو ۱۲۴ منډو ته اړتیا لري.

دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په میلبورن کې روانه ده، د لوبې په پیل کې اسټرالیا لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونه پرېکړه یې وکړه.

انګلستان په ۶۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۸۵ منډې یې وکړې. د دوی له لورې جو روټ ۵۰، بین سټوکس ۲۵ او جوني بیرسټو ۳۵ زیاتې منډې وکړې.

د اسټرالیا لپاره پیټ کمینس او ناتن لین ۳-۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز میچل سټارک ۲، سکاټ بولېنډ او کمرون ګرین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

اسټرالیا د لومړۍ ورځې تر پایه ۱۶ اورونه ولوبول، یوه ویکټ یې له لاسه ورکړې او ۶۱ منډې لري، چې سبا ورځ به هم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړي او د ۱۲۴ نورو منډو پوره کولو هڅه به کوي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …