کورپاڼه / بېلا بېل / محکمې اسټرالوي فوټبالر ته امر وکړ، چې د سپي پیدا کوونکي ته دې ۳۰ زره ډالر ورکړي

محکمې اسټرالوي فوټبالر ته امر وکړ، چې د سپي پیدا کوونکي ته دې ۳۰ زره ډالر ورکړي

د لیورپول پخواني ډینیل سټرجن ته د یوې محکمې لخوا امر شوی، چې هغه سړي ته دې ۳۰ زر ډالرو ورکړي، چې د فوټبالر ورک شوی سپی یې موندلی.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې، د لیور پول فوټبالر ډینبل سټریج سپی په ۲۰۱۹ کال د هغه له کوره ورک شوی و، چې د موندلو لپاره یې د لویې جایزې ورکولو اعلان کړی و.

له هغې وروسته د قلعه فیم په نوم مشهور ریپر سندرغاړي د ډینیل سټریج سپی ورته پیدا کړ او هغه ته یې وسپاره.

خو د سپي له پیدا کېدو او ترلاسه کولو وروسته یاد فوټبالر له خپل اعلان څخه په شا شو او هغه روپۍ چې غوښتل یې د سپي موندونکي ته ورکړي، ور یې نکړي، همدا و چې سندرغاړي پر عاریض شو.

د لاس اینجلس محکمې د سندرغاړې په حق کې پرېکړه وکړه او ډینیل سټریچ ته یې امر ورکړه، چې عاریض ته دې ۳۰ زره جریمه او ۸۵ ډالر د لګښت په ډول ورکړي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …