کورپاڼه / خپلواک / ولسمشر غني ٥٠ هنرمندانو ته د مرستې وړانديز ومانه
ولسمشر غني، استاد ګلزمان او نجيبه فېض

ولسمشر غني ٥٠ هنرمندانو ته د مرستې وړانديز ومانه

خپلواک وېبپاڼه (١٩ دسمبر ٢٠١٩): ولسمشر غني هغه پنځوس مشهورو هنرمندانو ته د مرستې ورکولو وړانديز منظور کړى دى، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ولسمشرۍ ماڼۍ ته شوى و.

له ارګه په دغه تړاو په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ولسمشر غني ته د ٥٠ هنرمندانو لپاره د مرستې د ورکولو وړانديز کړى و، چې ولسمشر غني منظور کړى دى.

د معلوماتو تر مخه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلې مخکنۍ برنامې پر بنسټ د ١٣٩٨ کال هنري فيسټيوال او په وروستيو سلو کلونو کې د هنري بهير سيمينار د تېرې يکشنبې په ورځ جوړ کړى و. دغه سيمينار ته د استاد ګلزمان په ګډون د هېواد د ٧ څانګو له ٤٥٠ تنو زيات هنرمندان وربلل شوي و چې ٧ پرېزېنټېشنونه پکې وړاندې شو او د تېرو سلو کلونو په لړ کې هره څانګه وارزول شوه.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د اطلاعاتو او کلتو وزارت د استاد ګلزمان په ګډون د مرکز او ولايتونو څخه ٥٠ هنرمندانو ته د مرستې ورکولو وړانديز ولسمشرۍ ماڼۍ ته کړى و، چې هغه ولسمشر غني منظور کړ او همدا راز د راتلونکي کال لپاره د عمر خوړلو هنرمندانو ته د مياشتيني معاش ورکولو لارښونه وکړه، چې په د راتلونکي کال لپاره دې په کابينه کې تصويب شي.

د يادولو ده چې استاد ګلزمان چې تېرو ورځو کې د نجيبه فېض په (بنډار له نجيبې سره) خپرونې کې مېلمه و، په ژړا کې وويل، چې د کرايې په کور کې ژوند کوي او د کرايې د کور ٦ زره افغانۍ هم په ډېره ګرانه پېدا کوي. هغه له ولسمشر غني څخه غوښتنه وکړه چې د هغه لپاره دې د يو کور بندوبست وشي. هغه وويل چې ٥٠ کاله يې د هنر خدمت وکړ، خو اوس په ډېر بد حال کې ژوند تېروي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …