کورپاڼه / سياست او روانې چارې / وال سټرېټ ژورنال: اشرف غني په یوې خیالي نړۍ کې ژوند کولو
اشرف غني

وال سټرېټ ژورنال: اشرف غني په یوې خیالي نړۍ کې ژوند کولو

د وال سټرېټ ژورنال له خوا په یوه مقاله کې، چې د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په اړه لیکل شوې ده، ویل شوي دي چې هغه په یوه خیالي نړۍ کې ژوند کولو.

په دغه مقاله کې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیزاد خبرې هم راخیستل شوي دي. په مقاله کې راغلي دي، چې اشرف غني او د هغه نږدې ملګرو په خیالي نړۍ کې ژوند کولو.

مقاله زیاتوي، دوی هېڅ دا فکر نه کولو چې یوه ورځ به بهرني ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي او دوی به په مېدان کې یوازې پاتې شي.

په مقاله کې راغلي دي، چې غني او د هغه ملګرو د افغانستان د وضعیت په اړه ناسمه محاسبه کړې وه. دوی وايي چې غني د خپل کتاب (د ناکامو دولتونو رغول) بر عکس ثابت شو او افغانستان ترې سقوط شو.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان حکومت د اګست په ۱۵مه نېټه سقوط شو، له هغه وروسته اشرف غني یو ځل په خپل فېسبوک کې په ژوندۍ بڼه راغلی و، خو نور په رسنیو کې نه دی راښکاره شوی، د افغانستان د تېر حکومت چارواکي هم هغه د سقوط لامل ګڼي، خو اشرف غني بیا په دې هر څه باندې غلی دی. هغه په خپله یوازینۍ ویډیو کې ویلي و، چې په سیاسي ډګر کې یې ماتې وخوړه.

دا هم ولولئ

په المان کې د مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی شوی دی

دا د هیڅ انسان لپاره د زغم وړ نه وي، چې د هغوی د مړي …