کورپاڼه / کرکټ / اسټرالیا کرکټ بورډ: تر هغې چې حالت ښه وي، پاکستان ته د سفر هوډ لرو

اسټرالیا کرکټ بورډ: تر هغې چې حالت ښه وي، پاکستان ته د سفر هوډ لرو

د اسټرالیا کرکټ بورډ اجراییوي رییس نیک هاکلې ویلي دي، د کورونا وایروس د نوې بڼې په سبب که څه هم حالات ستونزمن دي چې بیاهم پاکستان ته د مهالویش مطابق سفر کوو.

د اسټرالیا کرکټ بورډ اجراییوي رییس نیک هاکلې پاکستان ته د خپلې لوبډلې د سفر په اړه خبرې کړي او ویلي چې دوی یوه ډله د دې لپاره پاکستان ته لېږلې وه ترڅو هلته حالت وڅاري.

هغه ویلي، موږ د پاکستان کرکټ بورډ سره له هر پلوه په بشپړ ډول په اړیکه کې یو، که څه هم پاکستان کې د اومي کرون د تشخیص سربېره بیاهم د مهالویش له مخې هلته ځو.

نیک هاکلې زیاته کړې ده، د اومي کرون په سبب که څه هم حالات ستونزمن دي، خو د پاکستان سفر لپاره هوډ لرو او تر هغې چې حالت ښه وي، پاکستان ته د تلو هوډ لرو.

د ویلو ده چې اسټرالیا کرکټ لوبډله به راتلونکي کال په مارچ میاشت کې وروسته له څلرویشت کلونو پاکستان ته سفر ولري.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …