کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند او سویلي افریقا ټیسټ لوبه؛ هند د درې ویکټو په زیان ۲۷۲ منډې لري

د هند او سویلي افریقا ټیسټ لوبه؛ هند د درې ویکټو په زیان ۲۷۲ منډې لري

د هند او سویلي افریقا ترمنځ د دریو ټیسټ لوبو په لومړۍ لوبه هند د درې ویکټو په زیان ۲۷۲ منډې لري

دا لوبه د سویلي افریقا په کوربتوب په سینچورین کې روانه ده، د لوبې په پیل کې هند لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هندۍ لوبډلې یو ښه پیل واخیست، ماینګ اګروال او لوکېش راهول کابو تر ۱۰۰ منډو پورې په ویکټ ودرېدل، د اګروال له سوځېدو وروسته چیتشور پوجارا په صفر وسوځېد، ورپسې کوهلي توپ وهنې ته راغی، خو د سلیزې یا نیمه سلیزې ارمان یې ونه وت.

هند د لومړۍ ورځ تر پایه ۹۰ اورونو کې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۷۲ منډې یې وکړې. د دوی ماینک اګروال په ۶۰ او ویرات کوهلي په ۳۵ منډو وسوځېدل.

په ولاړو لوبغاړو کې لوکېش راهول ۱۲۲ او اجینکیا رهاني ۴۰ منډې کړي او سبابه بیا توپ وهنې ته دوام ورکړي. بلخوا سویلي افریقا ته لانګي نیګډي درې واړه ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …