کورپاڼه / خپلواک / کريم جنت: زموږ ټوله کورنۍ کرکټران دي
کريم جنت

کريم جنت: زموږ ټوله کورنۍ کرکټران دي

خپلواک وېبپاڼه (١٩ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر کريم جنت وايي، چې زموږ ټوله کورنۍ کرکټران ده. د کريم جنت په ګډون درې وروڼه او يو خوريى يې په کرکټ کې اوس لوبه کوي.

کريم جنت د شمشاد خصوصي ټلويزيون سره په خپله مرکه کې وويل، چې له ماشوموالي نه يې له کرکټ سره مينه درلوده او د درس ويلو تر څنګ به يې د ټېنس لوبه هم کوله، چې ورځ تر بلې يې له کرکټ سره شوق زياتېده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د درې وروڼو نه پرته په کور کې نور کرکټران هم لري، هغه وويل چې موږ خانداني کرکټران يو، زموږ يو مشر ورور هم مشهور لوبغاړى تېر شوى دى چې هغه په انګلستان کې هم لوبې کړي دي.

هغه وويل چې له کورنۍ نه ورته په پيل کې مشکلات و، ځکه پلار يې غوښتل چې بچي يې درس ووايي او کرکټ ونکړي، خو کله چې اصغر افغان کرکټ ته راغى او ځان ته يې يو ځانګړى مقام جوړ کړو، نو وروسته بيا دوى ته هم کرکټ ته راتګ اسانه شو.

هغه وويل، چې اصغر افغان ورسره د کرکټ په اړه خپلې مشورې شريکوي او دا د هغه د مشورو او تجربو برکت دى، چې نن دې مقام ته رارسېدلى دى.

په شپږيزه کرکټ ليګ او د ويسټ انډيز پر وړاندې د ښه ځلېدو په اړه هغه وويل، چې زه ډېر خوشحاله يم، ځکه هر ځاى چې ښه لوبه کوو نو د افغانستان لپاره يې کوو او افغانستان ته وياړونه راوړو.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک وايي کريم جنت د اصغر افغان په واسطه کرکټ ته راغلى دى، هغه وويل چې يو کس به ستاسې واسطه تر څو وکړي؟ کله چې يو لوبغاړى مېدان ته کوز شي، بيا هلته واسطه کار نه ورکوي او هلته به لوبغاړى په خپله لوبه ترسره کوي.

هغه همدا راز زياته کړي، چې په مېدان کې دننه بيا داسې نه شي کېداى چې يو څوک دې توپوهونکي ته ووايي چې د پلاني توپ اچونکي سره ګوزاره وکړه، يا دې توپ اچونکي ته ووايي چې پلاني توپوهونکي ته لږ په ورو توپ اچونه وکړه.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې کرکټ ته د شوق لپاره راغلى، د وطنۍ مينې او که د پېسو لپاره راغلى دى، کريم جنت وويل چې تر هر څه مخکې د شوق خبره ده، ځکه که له يو کار سره دې شوق نه وي نو بيا نه کېږي، همدا راز له هېواد سره خو هر هېوادوال مينه لري، که هغه په کرکټ کې وي او که بل څه کار کوي. نوموړي زياته کړه، چې کرکټ بيا يو داسې لوبه ده چې پېسې هم پکې شته، نو که يو څوک ښه لوبه کولاى شي او ځلېږي، نو د پېسو مشکل يې هم ډېر په اسانۍ حل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …