کورپاڼه / هنر او کلتور / له واده وروسته د کترینه کیف مینه وال نور هم ډېر شوي

له واده وروسته د کترینه کیف مینه وال نور هم ډېر شوي

د بالیووډ فلمي ستورې کترینه کیف له خپل واده وروسته نوره هم مشهوره شوې او پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام یې د مینه والو شمېر زیات شو.

کترینه کیف، چې په دې وروستیو کې یې له ویکي کوشل سره واده وکړ، په رسمي انستاګرام اکونټ ۶۰.۲ میلونه کسانو تعقیب یا فالو کړې ده، چې سږ کال د مینه والو شمېر له ۱۴ میلونو زیات شوی.

د روان کال په په پیل، یعنې د جنورۍ په میاشت کې د کترینه کیف مینه وال ۴۶ میلونه ول، د واده د آوازو پرمهال یې دا شمېر ۵۷ میلونو ته ورسېد او اوس ۶۰.۲ میلونه مینه وال لري.

که د کترینه کیف انستاګرام اکونټ ته نظر واچول شي نو هغې یوازې ۴۸۳ تنه تعقیب کړي او ۹۵۲ پوسټونه یې کړي.

د یادونې وړ ده، کترینه کیف د روانې د دسمبر په نهمه په راجستان کې له اداکار ویکي کوشال سره واده وکړ او د دسمبر په اوومه او اتمه یې د نکریزو او موسیقۍ مراسم ترسره شول.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …