کورپاڼه / روغتيا / آیا د (۱۰) دقیقو منډې وهلو له ګټو خبر یاست؟

آیا د (۱۰) دقیقو منډې وهلو له ګټو خبر یاست؟

د سوکوبا پوهنتون د څېړونکو یوې ډلې څېړنو ښودلې چې یوازې ۱۰ دقیقې منډې وهل د انسان پر مغزو خورا زیاتې اغېزې لري.

د څیړونکو په باور، د ۱۰ دقیقې منډه وهل کولی شي د دماغو یا مغزو له هغې برخې سره د پام وړ مرسته وکړي، چې د مزاج او کنترول دنده په غاړه لري.

داسې ډېر ښکاره شواهد شتون لري چې له مخې یې منډې وهل ډېرې ګټې لري، لکه د مزاج د ښه کولو وړتیا، خو په تېرو څېړنو کې بایسکل چلول یوه ښه بڼه ګڼل شوې، خو منډې وهل تل د انسان په روغتیا کې مهم رول لوبولی دی.

د انساني منډې ځانګړې بڼه اور کار کردګي او د انسانانو د ارتقاء د بریا ترمنځ ژور تړاو موجود دی، خو د دې سربېره بیاهم څېٍړونکو د دماغو په بېلابېلو برخو د منډې د اغېزو په برخه کې څېړنې نه وې کړې.

د څېړنو پایلې ښودلې لس دقیقې منډه وهل د انسان دماغي او نور فعالیتونه زیاتوي او ترڅنګ یې د طبیعت په ښه کولو کې هم خورا مرسته کوي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …