کورپاڼه / کرکټ / محمد عامر په شل اوریزو لوبو کې یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

محمد عامر په شل اوریزو لوبو کې یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي محمد عامر په شل اوریزه کرکټ کې ۳۰۰ ویکټې ترلاسه کړې.

محمد عامر د خپلې ملي لوبډلې د روزونکو مصباح الحق او وقار یونس د چلند په سبب له نړیوال کرکټ څخه تقاعد ته اړ کړ، هغه اوسمهال یوازې لیګونه لوبوي.

نوموړي اوس-اوس د لنګا په لیګ کې د ګال ګلیډیټرز لوبډلې استازیتوب وکړ، چې لوبډلې هم وکړې او په پایلوبه کې یې د جافنا کینګز لوبډلې لخوا د ماتې سره مخ شول، خو نوموړي خپلې ۳۰۰ ویکټې پکې پوره کړې.

په دې تړاو هغه پر ټولنیزه رسنۍ ټویټر یو ټویټ هم کړی، په ټویټ کې خپل تصویر هم پورته کړی او ترڅنګ یې لیکلي دي:((محمد عامر د شل اوریزه لوبو ۳۰۰ ویکټې)) او دا یې هم لیکلي، د هر څه لپاره د الله شکر دی.

د یادونې وړ ده چې محمد عامر هم د کامران اکمل غوندې له کراچي کینګز لوبډلې سره په ټیټ کټګورۍ جوړ نه و، خو د یادې لوبډلې له مدیریت سره تر خبرو وروسته یې ستونزه حل شوه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …