کورپاڼه / خبرونه / نوین الحق د بنګله غوره لیګ کې د خولنا ټایګرز لوبډلې سره تړون وکړ

نوین الحق د بنګله غوره لیګ کې د خولنا ټایګرز لوبډلې سره تړون وکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکي نوین الحق مرید د بنګله دېش غوره لیګ اتم پړاو سیالیو لپاره د خولنا ټایګرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې نوین الحف تېره ورځ اعلان وکړ، چې هغه د پاکستان سوپر لیګ په راتلونکي پړاو کې برخه نه اخلي. هغه د پاکستان سوپر لیګ په ډرافټ کې د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې له خوا اخیستل شوی و، چې په دغه لوبډله کې نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.

اوس د بنګله دېش غوره لیګ کې لوبېدونکې لوبډلې خولنا ټایګرز پر خپله فیسبوکپاڼه د نوین الحق سره د تړون خبر خپور کړی او ویلي چې نوین الحق به د زمریو (ټایګرز) برخه وي.

د ویلو ده چې نوین الحق په پاکستان لیګ کې د نه لوبېدو پرېکړه د شخصي لاملونه له امله وکړ، خو ورسره څنګ ځینو نورو افغان لوبغاړو هم د پاکستان سوپر لیګ کې د نه ګډون په اړه خبرونه تایید کړي دي.

د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو ته د ډرافټ مراسم نن ترسره کېږي، چې شاوخوا (۳۰) افغان لوبغاړو ورته نوملیکنه کړې او دا لیګ به د جنورۍ په ۲۱مه پیل او د فبرورۍ تر ۲۱مې به دوام ولري.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …