کورپاڼه / اسلام / د سورت اخلاص د لوستلو فضیلتونه

د سورت اخلاص د لوستلو فضیلتونه

د اخلاص سورت په اړه په احادیثو کې ډېر فضیلتونه ذکر شوي، چې له هغې جملې درې احادیث او یوه وظیفه به دلته ذکر کړو.

حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي، آیا تاسو کې داسې څوک شته چې د شپې د قرانکریم دریمه برخه ونشي لوستلی؟ صحابه کرامو ته دا خبره یو څه ستونزمنه ښکاره شوه او ویې ویل، یا رسول الله په موږ کې څوک د دې توان لري؟ رسول الله ورته وفرمایل د اخلاص سورت د قرانکریم د دریمې برخې برابر دی.(بخاري)

حضرت عایشه رضی الله عنه فرمایلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم یو شخص په لښکر کې روان کړ، هغه خپلو ملګرو ته لمونځ وایه نو د سورت فاتحې سره سورت اخلاص ولوسته.

کله چې لښکر بېرته راستون شو نو خلکو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته یې یاده وکړه، نو هغه ورته وفرمایل، له هغه وپوښته چې ته داسې ولې کوې؟ کله چې خلکو ورڅخه وپوښتل نو هغه ورته وویل، دا د سورت رحمن صفت دی، ځکه خو یې زیات لولم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، هغه ته ووایه چې الله تعالی ورسره مینه کوي.(بخاري)

حضرت انس رضی الله عنه روایت کوي چې یو شخص رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړ، چې زما له دې سورت سره زیاته مینه ده، رسول الله ورته وفرمایل دا مینه به دې جنت ته داخل کړي.(ترمذي)

دا هم ولولئ

د سهار او ماښام ترټولو غوره استغفار چې جنت ته د تګ سبب کېږي

استغفار رجوع کولو ته وایي، یعنې د استغفار مانا الله تعالی ته رجوع کول او …