کورپاڼه / خبرونه / قیس احمد او نجیب ځدراڼ د ډاکه سټارز لوبډلې واخیستل

قیس احمد او نجیب ځدراڼ د ډاکه سټارز لوبډلې واخیستل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی قیس احمد او کیڼ لاسی توپ توپ وهونکی د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو کې د ډاکه سټارز لوبډلې واخیستل.

قیس احمد اوسمهال د بیګ باش سیالیو له میلبورن سټارز سره لوبېږي او له دې وړاندې یې د ټي ټین، سل بالیز، پي ایس ایل، لنکا لیګ، کرابین لیګ، بنګله دېش لیګ، ویټالیټي بلاسټ سیالیو او نورو لیګونو هم لوبېدلی.

همدا راز نجیب الله ځدراڼ هم د پي ایس اېل، سربېره لس اوریزه لیګ، بنګله دېش غوره لیګ، لنکا لیګ او نور لیګونه لوبولي دي.

بلخوا نوین الحق او مجیب الرحمن هم د بنګله غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړی او په یادو سیالیو کې به نوین له خولنا او مجیب له باریسال سره ولوبېږي.

د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو ته د ډرافټ مراسم نن ترسره کېږي، چې شاوخوا (۳۰) افغان لوبغاړو ورته نوملیکنه کړې او دا لیګ به د جنورۍ په ۲۱مه پیل او د فبرورۍ تر ۲۱مې به دوام ولري.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …