کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغان نولس کلنو د هند لوبډلې ته د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه

افغان نولس کلنو د هند لوبډلې ته د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه

د هند پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله ښه ثابته شوه او د ۲۶۰ منډو هدف یې ورته وټاکه.

په لومړۍ لوبه افغانستان نولس کلنو کم عمره ځوانانو ډېره خرابه لوبه وکړه، ټوله لوبډله یې په ۵۲ منډې وسوځېدله، په دویمه لوبه کې د عربي اماراتو پر وړاندې وځلېده او لوبه یې هم وګټله.

نن د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسیايي جام په لړ کې افغانستان له هند سره لوبه ترسره کوي، چې د لوبې په پیل کې هند پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د تېر په پرتله ښه پیل واخیست، لومړنۍ ویکټې یې ژر ونه غورځېده، همدا راز په میډل ارډر کې سلیمان ساپي او اعجاز احمد غوره لوبه وکړه.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۹ منډې وکړې، چې اعجاز احمد پکې غوره توپ وهنه وکړه، هغه ۸۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز سلیمان ساپي ۷۳، الله نور ۲۶ او خیبر ولي ۲۰* منډې وکړې.

د یادولو وړ ده چې نن د افغانستان او هند پرته د پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبه هم روانه ده، چې پاکستان تر نیمه پایلوبې رسېدلی، که افغانستان او هند کې چا دا لوبه وګټله، هغه به تر نیمه پایلوبې رسېږي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …