کورپاڼه / کرکټ / نیوزیلېنډ او بنګله دېش به د جنورۍ په لومړۍ نېټه سره مخامخ شي

نیوزیلېنډ او بنګله دېش به د جنورۍ په لومړۍ نېټه سره مخامخ شي

د نیوزیلېنډ او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د نوي کال په لومړۍ نېټه، یعنې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په اوله پیلېږي.

دا لوبې د نیوزیلېنډ په کوربتوب ترسره کېږي، چې د بنګله دېش کرکټ لوبډله د یادو سیالیو لپاره کوربه هېواد ته رسېدلې او لومړۍ ټيسټ لوبه به د جنورۍ له لومړۍ تر ۵مې نېټې پورې په مایونټ مانګینویي کې ترسره شي.

د مهالویش له مخې، د دواړو لوبډلو تزمنځ د لوبلړۍ دویمه او وروستۍ لوبه د جنورۍ په ۹مه پیل او ۱۳مې پورې به په چرچ کې ترسره شي.

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله به د کین ویلیمسن پرځای د ټام لیتم د لوبډلمشرۍ لاندې ولوبېږي، ځکه چې ویلیمسن ټپي دی او د بنګله دېش لوبډلمشري به د مومن الحق پر غاړه وي.

د ویلو ده ده چې د دې لوبو د ټولو لوبغاړو د کورونا وایروس پایلې منفي راوتي دي او له هغې وروسته یې جیم او همدا راز تمرینات پیل کړي دي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …