کورپاڼه / روغتيا / حکیم الکوزی بیا راښکاره شو، وايي د کورونا نوې بڼې لپاره یې درمل جوړ کړي
حکیم الکوزی

حکیم الکوزی بیا راښکاره شو، وايي د کورونا نوې بڼې لپاره یې درمل جوړ کړي

د کندهار حکیم الکوزی چې افغانستان ته د کورونا له راتګ وروسته راپېدا شو او ادعا یې وکړه، چې درمل یې جوړ کړي او د خلکو درملنه ډېر په اسانۍ کوي او خلکو ته یې درمل هم وړیا ورکول، اوس یو ځل بیا راښکاره شو.

نوموړي په کابل کې یوه خبري ناسته ترسره کړې ده او ویلي یې دي، چې هغه د خلکو د خدمت لپاره راغلی دی، مخکې یې هم د کورونا درمل جوړ کړي و او اوس یې د کورونا د نوې بڼې (اومیکرون) لپاره درمل جوړ کړي دي.

هغه وویل، چې په کابل کې به یوه اونۍ دا درمل وېشي، او له هغه وروسته به د افغانستان ټولو ولایتونو ته سفر کوي او دا درمل به وېشي. هغه دا هم وویل چې مخکې کورونا یوازې غټان نیول او اوس کوچنیان هم نیسي.

حکیم الکوزي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په فېسبوک کې جوړ شوي اکاونټونه په هغه پورې تړاو نه لري او د هغه په نوم چې څوک دا درمل وېشي، نو هغه کسان هم په ده پورې اړه نه لري.

نوموړي وویل، چې تېر حکومت یې د کار مخنیوی کاوه، خو اوس یې حکومت مرسته کوي، نو ځکه یې د عامې روغتیا وزارت ته هم معلومات ورکړي دي، مخکې یې هم دې حکومت ته ډېر درمل ورکړي و چې په خلکو کې یې ووېشي.

حکیم الکوزي دا هم وویل، چې اوسنی حکومت یې تر شا ولاړ دی، هغه وايي چې دا درمل یې په افغانستان او نوره نړۍ کې ۱۴ میلیونو خلکو کارولي دي او خلکو ته یې ګټه رسولې ده. هغه وویل چې دا درمل یې لابراتوارونو ته هم ورکړي دي او نړۍ ته یې چېلنج ورکړی دی چې د درملو په اړه دې ترې پوښتنې وکړي.

دا هم ولولئ

که میرمنې د ماشوم له زېږون وروسته وزن کمول غواړي نو څه به کوي؟

له امیندوارۍ یا ماشوم له زېږون وروسته میرمنې باید د خپل ځان او ماشوم روغتیا …