کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قیس احمد غوره توپ اچونه وکړه؛ د مجیب لوبډله یې له ماتې سره مخ کړه

قیس احمد غوره توپ اچونه وکړه؛ د مجیب لوبډله یې له ماتې سره مخ کړه

قیس احمد د میلبورن سټارز لوبډلې لپاره ۳ مهمې ویکټې ترلاسه کړې او د مجیب الرحمن لوبډلې ته یې، چې هغه یوه ویکټ واخیسته، ماتې ورکړه.

د بیګ باش لیګ ۲۲مه لوبه د میلبورن سټارز او بریسبین هیټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې بریسبین هیټ پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

میلبورن په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۷ منډې وکړې، د دوی له لورې جو کلارک ۸۵ او هیلټن کارترایټ ۷۹ زیاتې منډې وکړې.

د بریسبین هیټ له لورې مارک سټیکټي غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول، همدا راز لیام ګوتري او جیمس بزل ۲-۲، مجیب او میتیو کوهنمن ۱-۱ ویکټ واخیسته.

بریسبین هیټ د ۲۰۸ منډو هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸۷ منډې وکړې او په ۲۰ منډو یې ماتې وخوړه.

د بریسبین هیټ له لورې کریس لین ۵۷ او بین دیکټ ۵۴ زیاتې منډې وکړې. د میلبورن لخوا قیس احمد او براډي کوچ ۳-۳، ناتن کولترنیل او ادم زمپا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …