کورپاڼه / کرکټ / شاهنواز دهاني د پوزې عملیات وکړل؛ د هغه په پوزه کې کوچنۍ تیږه یا کاڼی نښتی و

شاهنواز دهاني د پوزې عملیات وکړل؛ د هغه په پوزه کې کوچنۍ تیږه یا کاڼی نښتی و

د پاکستان کرکټ لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکي شاهنواز دهاني د پوزې عملیات ترسره کړل. د نوموړي په پوزه کې له ماشومتوب راهیسې تیږه وه، چې اوس د عملیات په مرسته ویستل شوه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شاهنواز دهاني د پوزې عملیات وکړ او له پوزې یې هغه کوچنۍ تیږه ویستل شوه، چې د ماشومتوب راهیسې پکې نښتې وه.

بلخوا پر ټولنیزه رسنیو د نوموړي هغه عکسونه هم لاس په لاس کېږي، چې په روغتون یې اخیستي دي.

د راپور له مخې، شاهنواز دهاني په ماشومتوب کې سخت ټپي شوی و، چې د هماغه ټپ په سبب یې د پوزې هډوکی هم اغېزمن شوی، چې ډېر وخت به د تنفسي یا ساه اخیستلو له ستونزو سره مخ و.

اوس د هغه د پوزې هډوکي ستونزه هم حل شوه او له دوه ساعته عملیاتو وروسته له روغتون څخه رخصت کړل شو. ویل کېږي چې هغه به د پي ایس اېل تر پیل کېدو پورې لوبو ته چمتو شي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …