کورپاڼه / ريکارډونه / انګلستان لوبډلې په روان کال کې یو منفي ریکارډ هم پخپل نوم کړ

انګلستان لوبډلې په روان کال کې یو منفي ریکارډ هم پخپل نوم کړ

انګلستان کرکټ لوبډله په ایشیز په سیالیو په پرلپسې ډول خرابه لوبېږي او له ناکامۍ سره مخ کېږي، چې همدا خرابه کارکردګي یې د دې سبب شوه چې دې لوبډلې خراب ریکارډ پخپل نوم کړه.

د کرکټ د مشهورې ویبپاڼې کریک انفو د راپور له مخې، د یو کال په دوران کې او بیا په ټیسټ لوبو کې انګلستان لوبډله هم د هغه لوبډلو په کتار کې ودرېدله چې ډېر ځلې له ۲۰۰ څخه په کمو منډو سوځېدلې.

راپور زیاتوي چې انګلستان دریمه لوبډله شوه چې په یوه کال کې ډېرې ځلې له ۲۰۰ څخه په کمو منډو سوځېږي. انګلستان لوبډله سږ کال ۱۲ ځلې له ۲۰۰ څخه په کمو منډو سوځېدلې ده.

په دې نوملړ کې ویسټ انډیز تر ټولو خراب ریکارډ لري، یاده لوبډله د یوه کال په دوران کې ۱۴ ځله او بنګله دېش لوبډله ۱۳ ځلې له ۲۰۰ څخه په کمو منډو سوځېدلې، چې په ترتیب لومړی او دویم مقام لري.

د ویلو ده چې د انګلستان لوبډله د دریمې ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې هم له ۲۰۰ څخه په کمو منډو وسوځېدله.

دا هم ولولئ

ټرینټ بولټ په ټیسټ کرکټ کې یوه بله کارنامه وکړه

ټرینټ بولټ په ټیسټ کرکټ کې یوه بله کارنامه وکړه. هغه څلورم نیوزیلېنډی توپ اچونکی …