کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اشرف غني او اردوغان هم د نړۍ په فاسد ترینو کسانو کې راغلي
اشرف غني او اردوغان

اشرف غني او اردوغان هم د نړۍ په فاسد ترینو کسانو کې راغلي

د Organized Crime and Corruption Reporting Project نړیوالې ادارې له خوا د ۲۰۲۱ کال د نړۍ د فاسد ترینو مشرانو نومونه اعلان شوي دي چې پکې د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم راغلي دي.

دغه ادارې په ۲۰۲۱ کال کې د یو شمېر هېوادونو مشران دغه لیسټ کې راغونډ کړي و، خو لومړی مقام پکې بیا د بیلاروس ولسمشر الیکزندر لوکاشینکو ترلاسه کړی دی.

د هغه سره چې په دغه لیسټ کې نور کوم کسان شامل و، په هغوی کې اشرف غني، بشر الاسد، رجب طیب اردوغان او سباستین کرز هم شامل دي.


دغه پنځه کسان چې د ۲۰۲۱ کال د نړۍ د فاسد ترینو مشرانو په توګه راغونډ شوي و، د بیلاروس ولسمشر پکې لومړی مقام خپل کړی دی او پاتې څلور کسان بیا ورپسې راغلي دي.

د یادولو وړ ده چې دغه اداره هر کال د داسې کسانو نومونه راغونډوي، چې د دوی په فکر د نړۍ په کچه لوی فاسدین وي، په همدې لړ کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین هم په ۲۰۱۴ کال کې دغه لقب ګټلی دی.

دا هم ولولئ

په المان کې د مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی شوی دی

دا د هیڅ انسان لپاره د زغم وړ نه وي، چې د هغوی د مړي …