کورپاڼه / جالب / په هند یو مړی د سوځولو پرمهال ژوندی شوی دی

په هند یو مړی د سوځولو پرمهال ژوندی شوی دی

په هند کې د سرطان یو ناروغي له مړینې وروسته کله چې د هغه جسد سوځول کېدو او اور ورته اچول کېده، بېرته ژوندی شو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د ګجرات په ایالت کې یوه ډېره عجیبه پېښه رامنځته شوې ده، چېرته چې یو مړی د وروستیو مراسمو پرمهال کله چې سوځول کېدل، له هغې څو شېبې مخکې ژوندی شو.

د راپور له مخې، یو زوړ سړی د سرطان ناروغۍ په سبب روغتون ته وړل شوی، خو لکه څنګه چې د ناروغ حالت نازک و، نو اړتیا وه چې وینټیلیټر ولېږدول شي، خو کورنۍ یې د درملنې وس نه درلود.

کورنۍ یې ضد وکړ چې خپل ناروغ له روغتون څخه یوسي، خو څنګه چې له وینټیلیټر څخه لېرې کړای شو، ساه اخیستل یې ودرېدل، کورنۍ یې مړ وګاڼه او د سوځولو ځای ته یوړو.

کله چې د سوځولو ځای ته یوړل شو نو مړي سترګې وغړولې، چې بیا سمدلاسه امبولانس راوغوښتل شو. پولیسو د روغتون پر خلاف د بې پروایۍ قضیه ثبت کړې او پلټنې یې پیل کړي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …