کورپاڼه / کرکټ / په زړه پورې؛ سږ کال د انګلستان لپاره له روټ او برنس پرته هیڅ لوبغاړي اضافي منډې هم نه دي پوره کړي

په زړه پورې؛ سږ کال د انګلستان لپاره له روټ او برنس پرته هیڅ لوبغاړي اضافي منډې هم نه دي پوره کړي

د ایشیز لوبلړۍ پرمهال د انګلستان لوبډله د پرلپسې خرابو کارکردګیو له امله په ډېر بد وضیعت کې ده او په درېیو ټیسټ لوبو کې یې یوه هم ونه ګټله.

یوازې دا نه بلکې د انګلستان د ټیسټ کرکټ ټوله لوبډله په دې نه ده توانېدلې چې په روان کال کې ښې منډې جوړې کړي او خپلې لوبډلې ته لاسته راوړنې ولري.

په روان ۲۰۲۱ کال کې انګلستان لوبډلې په ټیسټ لوبو کې ۴۱۲ اضافي منډې ترلاسه کړي. یعنې دا منډې په وایډونو، نو بالونو او په ترو کولو یا بدن سره راغلي دي.

خو په انګلستان لوبډله کې له جو روټ او روري برنس پرته هیڅ لوبغاړی په دې نه دی توانېدلی چې خپلې منډې تر ۴۱۲ اضافي منډو پورې ورسوي.

د یادونې وړ ده چې جو روټ په روان کال کې په ټیسټ لوبو کې ۱۷۰۸ منډې کړي، چې د لوبډلمشر په توګه په ټیسټ کرکټ کې زیاتې منډې دي. همدا راز روري برنس بیا ۵۳۰ منډې جوړې کړي دي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …