کورپاڼه / روغتيا / شات د موسمي ناروغیو ترڅنګ له نورو ناروغیو مخنیوی هم کوي

شات د موسمي ناروغیو ترڅنګ له نورو ناروغیو مخنیوی هم کوي

شات له پېړیو راهیسې د درملو په توګه استعمالېږي، چې په منظمه توګه یې کارول ډېرې زیاتې روغتیایي ګټې لري. دغه راز د ګڼو ساینسي څېړنو له مخې هم ثابته شوې چې شات د روغتیا لپاره څومره اغېزمن دي.

شات له غوره انټي اکسایدو څخه دي، چې په همدې موخه یې د استعمال ډېره لارښوونه کېږي. شات عموم د پوستکي د ښکلا او نورو روغتیایي ګټو لپاره کارول کېږي، چې د روغتیایي کارپوهانو لخوا یې په نهاره د خوړلو لارښوونه کېږي. نو راځئ چې نن د شاتو ځینې ګټې ولولو.

ددې لپاره چې له نزلې، زکام، ټوخي او د ساه له ستونزو وژغورل شو، هره ورځ سهار له ګرمو اوبو سره، شات او لېمو یوځای وکاروئ. ویل کېږي چې په نهاره د شاتو، لېمو او ګرمو استعمال مو له نزلې او زکام څخه ژغوري او د بدن اضافي وازده مو اوبه کوي.

ډېری کسان داسې وي چې کله سهار پاڅېږي، چای وڅښي، خو بیاهم ټوله ورځ یې ګډه وډه وي او یو ډول فشار ورباندې وي. ددې لپاره چې له ځان څخه دغه ډول فشار لېرې کړو، نو د چایو پرځای به په نهاره شات او لېمو استعمال کړو.

په نهاره سره د شاتو او لېمو په استعمال سره د هضم په سیستم کې ښه والی راولي، قبض ختموي او د ګیس له ستونزې مو خلاصوي. همدا راز د انټي اکسیدنټ په ځانګړتیا له بدن زهرجن مواد خارجوي او کلیسترول هم کموي.

له یوې څېړنې څخه ثابته شوې، چې د شاتو انټي اکساید شیریانونه له بندیدو څخه ژغوري او په همدې ډول د زړه لپاره ګټور تمامېږي. د خوب لپاره هم خورا ګټور وي او د ویښتانو پخه له منځه وړي او د سر پوستکی نمجن کوي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …