کورپاڼه / کرکټ / د آی پي ایل پخواني ګټونکي لوبغاړي په هند کې کرکټ پرېښود؛ امریکا ته ولاړ

د آی پي ایل پخواني ګټونکي لوبغاړي په هند کې کرکټ پرېښود؛ امریکا ته ولاړ

د هند کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي بیپول شرما د هند له کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ او امریکا ته ولاړ. نوموړی د ۲۰۱۶ کال د آی پي ایل اتلې لوبډلې سنرایزر لوبډلې لوبېدلې سره هم لوبېدلی.

بیپول شرما د هند په کورني کرکټ کې د پنجاب، هماچل پردیش او سکم لوبډلو استازیتوب کړی، خو نوموړي اوس په هند کې کیریر پای ته ورساوه او امریکا ته ولاړ.

د هند کرکټ بورډ د قواعدو یا اصولو سره سم، یو لوبغاړی باید د آی پي اېل او کورني کرکټ څخه تقاعد وکړي ترڅو په بهرنیو لیګونو کې برخه واخلي، نو نوموړي ځکه د هند کرکټ څخه تقاعد واخیست او امریکا ته ولاړ.

د ویلو ده چې بیپول شرما د آی پي اېل په ۳۳ سیالیو کې لوبېدلی، ۱۷ ویکټې یې اخیستي، د ۲۰۱۶ کال آی پي اېل سیالیو په پایلوبه کې جایزه هم ترلاسه کړې وه او تر ۲۰۱۸ کال د حیدر آباد لوبډلې سره و.

بیپول په ۵۹ لوبو کې د ۳۰۱۲ منډو او ۱۲۶ ویکټو په ترلاسه کولو سره خپل هندی کیریر پای ته ورساوه. هغه په ۹۶ لیست ای سیالیو کې ۱۶۲۰ منډې جوړې کړې او ۹۶ توپ وهونکي یې سوځولي او په ۱۰۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۲۰۳ منډې او ۸۴ وېکټې اخیستي دي.

دا هم ولولئ

براډ هوج پر هینریکس د بندیز غوښتنه کړې، وایي په حسنین یې طنز کړی دی

د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي براډ هوج غوښتنه کړې چې پر موسیس هینریکس دې بندیز …