کورپاڼه / روغتيا / مېوې او سبزیجات مو حافظه پیاوړي کوي

مېوې او سبزیجات مو حافظه پیاوړي کوي

که چېرته تازه مېوې، سبزیجات او ماهیان پخپل خوراکي رژیم کې شامل کړو، نو نه یوازې پر مجموعي روغتیا مثبتې اغېزې لري، بلکې دفاعي سیستم مو پیاوړی کوي.

شنه سبزيجات، تازه مېوې، ماهي، وچه مېوه او د زیتون ډېر استعمال د انسان دماغي کارکردګي له کمزورۍ او د هیرېدو له ناروغۍ څخه په بشپړ ډول ساتي.

په زړه پورې خو داده چې په منځني عمر کې چې کوم خوراک کوو هغه زموږ په دماغي فعالیت ژورې اغیزې کوي. که چیرته پورتني خواړه استعمال کړو نو حافظه مو پیاوړي کولی شي.

په پخوانیو ټولو څیړنو کې ثابته شوې چې د خوراکي رژیم او د دماغو زوال ترمنځ ژوره اړیکه موجوده ده. که سبزیجات، تازه میوې او ماهیان د خوراکي برخه کړو، نو دماغي فعالیت چټکوي، حافظه ښه کوي او د انسان کې د ادراک ماده قوي ساتي.

سبزیجات او تازه میوې باید له کوچنیتوب څخه وخوړل شي تر څو مو په راتلونکي عمر کې په ګټه تمام شي او له دماغي ناروغیو څخه وژغورل شئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …