کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د هغه کاروونکو لپاره نوې ځانګړنه رامنځته کړه چې له ګروپونو تنګ وي

وټساپ د هغه کاروونکو لپاره نوې ځانګړنه رامنځته کړه چې له ګروپونو تنګ وي

د نړۍ په کچه د پیغام رسونې تر ټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د خپلو هغه کاروونکو لپاره، چې له ګروپونو تنګ وي، د یوې ځانګړنې په رامنځته کولو کار پیل کړی دی.

وټساپ په ټوله نړۍ کې له دوه میلیاردو زیات کاروونکي لري او د دې لپاره چې د ټیکنالوژۍ په برخه مخکېوالی پیدا کړي، هره ورځ نوې ځانګړنې رامنځته کوي.

د راپور له مخې، وټساپ د ټولو ګروپونو د یوځای کولو لپاره د (کمیونیټیز) په نوم ځانګړنه رامنځته کوي او په مرسته به یې لس ګروپونه یو فولډر ته راټول شي.

دا ځانګړنه اوسمهال د آی او ایس سیستم لپاره د ازمایښت په حال کې ده او کاروونکي یې هم ډېره په زړه پورې ګڼلي. دا به په اصل کې یو فولډر وي چې جوړونکی به کاروونکی به یې خپله اډمین وي او د ګروپ اډمین په څېر به میسج ډیليټ کولی هم شي.

کله چې یو نوی غړی ګروپ پرېږدي نو د ګروپ لینک او شیر کېدونکو موادو ته به لاسرسی ونه لري. دا ځانګړنه به د اندراید کاروونکو لپاره ډېر ژر رامنځته شي.

دا هم ولولئ

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو …