کورپاڼه / جالب / د برازیلي شخص حیرانوونکې کارنامه؛ د ۶۰۰۰ فوټه په لوړوالي په رسۍ تللی دی

د برازیلي شخص حیرانوونکې کارنامه؛ د ۶۰۰۰ فوټه په لوړوالي په رسۍ تللی دی

د برازیل یو اوسیدونکي د ۶۰۰۰ فوټه په لوړوالي د دوو هواي بالونونو ترمنځ په رسۍ تلل او په دژ سره نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ. هغه په دې کار سره ټوله نړۍ حیرانه کړې.

دا شخص ۳۴ کاله عمر لري او رافیل بریډي نومېږي. نوموړي د ۶۰۰۰ فوټه په لوړوالي د دوو بالونونو ترمنځ په په رسۍ تللی او نوی ریکارډ یې جوړ کړی.

راپور وایي، چې د بالونونو لوړوالی د نړۍ د ترټولو لوړې ودانۍ برج خلیفه دوه برابره لوړه وه او د ۶۱۳۱ فوټه په لوړوالي یې هم خپل توازن وساته او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

رافیل بریډي له ریکارډ وروسته وویل:((زه یو څوک یم چې ننګونو ته لیواله یم، زه هغه پیچلې پروژې او کارونه خوښوم چې زما د ټیم غړي پکې شامل وي.))

رافیل بریډي زیاتوي:((زه هغه ریکارډونه خوښوم چې ماتول یې سخت وي او یوه کوچنۍ تېروتنه د لوی زیان لامل کیدی شي. زه په تمرکز کوم چې ټولې کړنلارې په تفصیل سره تعقیب شي.))

دا هم ولولئ

بریتانیې پر خپل یو اوسیدونکي بندیز ولګاوه چې تر یوه کاله پورې دې مرغاوۍ نه ساتي

د برتانیې روغتیا وزارت په ۷۹ کلن الان ګوسلنګ بندیز لګولی، چې د یوه کال …