کورپاڼه / کرکټ / سریلانکایي لوبغاړي جیون مینډس له نړیوال کرکټ تقاعد واخیست

سریلانکایي لوبغاړي جیون مینډس له نړیوال کرکټ تقاعد واخیست

د سریلانکا کرکټ لوبغاړي جیون مینډس خپل نړیوال لوبېز ژوند ته د پای ټکی کېښود او د تقاعد په اعلانولو سره یې وویل چې تر یوې لسیزې پورې له سریلانکا کرکټ سره سفر وکړ او دا سفر یوه نه باورېدونکې تجربه وه.

اته دیرش جیون مینډس ویلي دي، چې د خپل لوبېز ژوند پرمهال یې ډېر څه زده کړي او د خپل دې سفر قدر به کوي او همدا راز د دې سفر په اړخ یې له ملګرو او روزونکو مننه وکړه.

نوموړي په ۲۰۱۰ کال د سریلانکا لپاره کرکټ پیل کړ او د خپل نړیوال کیریر پرمهال یې په ۵۸ یوه ورځنیو او ۲۲ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د سریلانکا استازی و.

ښي لاسي توپ وهونکي په یوه ورځنیو لوبو کې ۶۳۶ او په شل اوریزه لوبو کې یې ۲۰۸ منډې جوړې کړي. هغه ورو توپ اچونکی هم دی، چې په یوه ورځنیو لوبو کې یې ۲۸ او په شل اوریزه کرکټ کې یې ۱۲ ویکټې ترلاسه کړي.

مینډس د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲۸مه د سویلي افریقا پر وړاندې په یوه ورځنۍ لوبه کې ولوبېده، چې په ۴۶ توپونو یې ۱۸ منډې وکړې او کومه ویکټ یې هم وانخیسته.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …