کورپاڼه / کرکټ / امباتي رایډو: غواړم درې کاله نور هم ولوبېږم

امباتي رایډو: غواړم درې کاله نور هم ولوبېږم

امباتي رایډو د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال د هند لپاره لوبېدلی، خو په آی پي ایل په دوامداره توګه لوبېږي او د یاد لیګ ترڅنګ د هند په نورو کورنیو سیالیو کې هم لوبېږي.

شپږ دیرش کلن امباتي رایډو د ۲۰۱۹ کال په جولایۍ له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ، خو دوه میاشتې وروسته بیا د لوبېدو اعلان وکړ او اوس یې ویلي چې راتلونکي درې کاله به نور هم کرکټ کوي او پخپل فټنس یې کار پیل کړی.

رایډو چې په د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره له ۲۰۱۸ کال راهیسې لوبېږي، وایي، تر هغې چې په فارم کې یم او فیټ هم یم نو لوبېږم او د راتلونکي دورې لپاره چې درې کاله دي، پخپل فټنس ډېره خواري کوم.

هغه زیاته کړې، د وجې هزاري ټرافۍ کې مې برخه واخیسته، ښه احساس مې وکړ او ښه وم او هیله مند یم چې لږ تر لږه راتلونکې درې کاله هم ولوبېږم.

نوموړی د هند لوبډلې په اړه وایي، د هند استازیتوب د ویاړ خبره ده، دا د خوښۍ ځای چې هند ته مې په شل اوریزه او یوه ورځنیو لوبو کې استازیتوب کړی، دا مې بدقسمتي ده چې ټیسټ کرکټ مې نه دی لوبولی، خو خپه نه یم.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …