کورپاڼه / سياست او روانې چارې / GAAC د کابل هوايي ډګر د عملیاتو د منظم ساتلو لپاره تر ټولو ښه او اړین شرکت دی
کابل هوايي ډګر

GAAC د کابل هوايي ډګر د عملیاتو د منظم ساتلو لپاره تر ټولو ښه او اړین شرکت دی

GAAC د کابل هوايي ډګرد عملیات لپاره تر ټولو ښه شرکت دی. د عمومي هوايي چلند د هوايي چلند ایتلاف (GAAC) شرکت چې په متحده عربي اماراتو کې تاسیس شوی، د ۲۰۱۹ کال له نومبر میاشتې راهیسې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې فعالیت کوي.

GAAC اوسمهال باید د کابل هوايي ډګر کې پاتې شي تر څو د افغانستان هوايي عملیاتي سستم په منظم ډول مخې ته ولاړ شي. دې سره به د عرب اماراتو او افغانستان په دې لارې اړیکې نورې هم پیاوړې شي ځکه که مونږ وګورو د GAAC شرکت افغانستان سره د هوايي عملیاتو د کنترول تر څنګ دوی سره بشري او نورو کومکونو کې هم مرستې کړي دي دوي د افغانستان څخه د افغانانو په منظم ډول وتلو کې هم مرسته کړې ده او همداراز دوی اوس هم دا هڅه کوي چې افغانانو سره په هر ډګر کې لا نورې مرستې وکړي.

هېره دې نه وي چې د GAAC شرکت هوايي حریم کنترول کې هم ډېر زهمات ویستلي دي دوي بيلا بېلو برخو کې خپل تخنیکي ټیمونه لري او په کار يې بوخت کړي دي باید دا هم یاده کړو چې اوسمهال په دې سیمه کې د دوي په څېر تخنیکي کسان هیڅ شرکت نه لري نو د دوي تخنیکي برخه کې هڅو ته په کتو سره باید د افغانستان حکومت له دوی سره قرارداد تمدید کړي تر څو هوايي ډګر کنترول کې ځنډ رامنځته نشي.

باید یاده کړو چې په متحده عربي اماراتو کې میشت شرکت (GAAC) په افغانستان کې له پیښو وروسته، د سخت زیانمن شوي هوایي ډګر د ترمیم ننګونه په غاړه واخیسته. د متحده عربي اماراتو د حکومت د اړیکو او له افغانانو سره د مرستې په برخه کې د هغه د فعال رول پر بنسټ، د GAAC ټیم د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په پیل کې د هوايي ډګر د ترمیم، بیارغونې او فعالیت لپاره واستول شو. پر ترمیم ېې څه باندې یو ملیون ډالره لګښت مصرف کړ کوم به چې د اماراتو له خوا له زیانمنو افغانانو سره د مرستې په توګه وګڼل شو.

GAAC د کابل نړیوال هوایی ډګر چلوي او د نړیوال هوایی ډګر لپاره د ځمکني مدیریت او امنیت عملیات اداره کوي. د یادولو وړ ده چې GAAC او د تـالـیـبـا نـو حکومت یوه میاشت وړاندې د نړیوال هوايي ډګر د فعالیت پر دوام موافقه وکړه.

دا هم باید یاده کړو چې متحده عربي امارات یو له څو خلیجي هیوادونو څخه دی چې د کویټ او بحرین تر څنګ د افغانانو او بهرنیانو د ویستلو الوتنو چمتو کولو لپاره ېې زیاتې هڅې کړي او دويي له همدې امله تقدیر شوي هم دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …