کورپاڼه / کرکټ / پاکستانیان د کرکټ نړیوالې ته غوسه دي؛ وایي ولې یې شاهین افریدی د ټیسټ کرکټ غوره جایزې ته نه دی نوماند کړی

پاکستانیان د کرکټ نړیوالې ته غوسه دي؛ وایي ولې یې شاهین افریدی د ټیسټ کرکټ غوره جایزې ته نه دی نوماند کړی

د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د ۲۰۲۱ کال د غوره ټېسټ لوبغاړي جایزې ته د نومول شویو کسانو په نوملړ کې پاکستانی بالر شاهین افریدی نه دی شامل کړی، چې دې کار پاکستاني کرکټ مینه وال غوسه او حیران کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د سریلانکا ډیموت کرونارتني، د نیوزیلینډ کیل جیمیسن، د هند رويچندران اشوین او د انګلستان جو روټ د کال غوره ټېسټ کرکټ لوبغاړي نومولي دي.

خو د پاکستان کرکټ مینه وال وایي، چې شاهین افریدی هم ټیسټ کرکټ کې په روان کال غوره تمام شوی، خو دا چې نړیوالې شورا ورته نوماند نه دی اعلان کړی نو سخت ورته غوسه دي.

یو پاکستاني ورزشي خبریال ساج صادق وايي، د حیرانتیا خبره ده چې شاهین شاه افریدي، چې په ۱۷.۰۶ اوسط سره ۴۷ ویکټې یې اخیستي او په دویم نمبر کې دی، په دغه نوملړ کې نه دی شامل شوی.

یو بل پاکستاني خبریال ویلي، شاهین افریدي سږ کال ډېره غوره کارکردګي وکړه. هغه یوازې په ۹ لوبو کې ۴۷ ویکټې ترلاسه کړي، خو بیاهم د ټیسټ کرکټ غوره لوبغاړي ته نه دی نوماند شوی، چې دا د حیرانتیا خبره ده.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …