کورپاڼه / ليکنې / کله چې ښځه بې لارې شي \ لنډه کیسه
کله چې ښځه بې لارې شي

کله چې ښځه بې لارې شي \ لنډه کیسه

زه او زما خور فوزیه کوچني و چې زموږ مور مړه شوه، څه وخت وروسته زما پلار زموږ له خاطره زما د مرحومې مور له یوې خپلوانې سره دویم واده وکړ. دا مور مو ډېره ښه وه، خو زما د پلار سره به یې په نه خبره شخړې کولې. موږ دواړه خویندې به ډېرې ویرېدو، زما پلار ډېر نېک او ښه انسان و، د کوڅې خلکو به د هغه ډېر درناوی کاوه او هیچا به ورته په بد نظر نه کتل. پلار به مو زموږ له خاطره د دغه ښځې هره خبره زغمله، ځکه هغې که به مو له پلار سره هر څومره شخړه کوله، موږ سره یې مینه کوله، زموږ پام به یې همداسې ساته، لکه خپله مور چې مو وي.

هغه وخت زه په څلورم او خور مې په دویم ټولګي کې وه. د مېرنې مور دواړه اولادونه لا کوچني و، پلار چې به هر څومره پېسې ګټلې، هغې ته به یې ورکولې او هغې به هر وخت زما پلار ته همدا خبره کوله، چې ته کمې پېسې ګټې او د کور ګزاره پرې نه کېږي.

پلار مې غریب و، خو موږ سره یې ډېره مینه کوله، هغه به هېڅ کله هم تش لاس کور ته نه راتللو، هر کله چې به ماښام راتللو نو د خواړو څه نا څه به یې راوړل، که به ورسره پېسې نه وي هم تازه مېوې به یې په پور راوړې، د هغه په راتګ به موږ ډېرې خوشحاله کېدو. دا هم ووایم، چې هغه ورځو کې زما ترور مړه شوه، نو تره مې په کور کې یوازې شو، چې هغه زما پلار زموږ کور ته راوست، چې یوازې نه وي.

د هغه یو زوی و، چې په غېر قانوني لاره دوبۍ ته د پېسو ګټلو لپاره تللی و، هلته نیول شوی و او زندان کې وه، د هغه له وجې به مې تره هر وخت خپه و. هغه زموږ سره ډېره مینه کوله، پلار مې هم د هغه په راتګ خوشحاله و، خو مور مې د هغه په راتګ نه وه خوشحاله، خو غلې وه.

د تره له راتګ وروسته یو کال پس د هغه زوی د دوبۍ له زندان څخه په څه نا څه لار راخوشې شو او بېرته راغی، هغه هم زموږ سره اوسېده. دلدار به مزدوري کوله، کله به ورته کار پېدا شو او کله به همداسې لاس په لاس ناست و.

یوه ورځ زه له ښوونځي کور ته راغلم چې وه مې لیدل دلدار زما مور وهله، ما دا ونه زغملی شول، موږ دواړو خویندو په ژړا شروع وکړه، زما پلار کله هم زما مور نه وه وهلې، نو دا زموږ لپاره بېخي نوې پېښه وه.

کله چې موږ چیغې کړې، نو دلدار له کور څخه ووت، مور مې تره ته زارۍ کولې چې زما پلار ته څه ونه وايي، ځکه که هغه خبر شو نو اولادونه به یې در په دره شي، تره مې غصه و، هغې ورته وویل چې نور احتیاط کوه چې داسې تېروتنه ونکړې، دا ځل ستا د عزت په خاطر څه نه وایم خو د دلدار ذمه واري نه اخلم، هغه ځوان دی، پته نشته چې څه به وکړي، له هغه سره نور هېڅ تعلق مه ساته.

موږ د تره او مور په خبرو نه پوهېدو، ډېری وخت مور مې په ترکارۍ کې مالګه زیاتوله، تره مې د وینې فشار درلود، نو پلار او دلدار به مې مور ته ویل چې ترکارۍ کې مالګه کمه اچوه، موږ به یې پکې وروسته اچوو، ما فکر وکړ چې مور به مې نن هم په ترکارۍ کې مالګه ډېره اچولې وي او له دې وجې به دلدار او تره مې غصه شوي وي.

مور چې مې موږ په ژړا ولیدلو، نو موږ او خپل اولادونه یې هم غلي کړل، زه تر ټولو لویه وم، هغې راته وویل: ((نرګس لورې! دا خبره دې پلار ته ونکړې، چې دلدار زه وهلې یم، هغه به بیا غصه شي، دلدار به وهي، بیا به پولیس راشي او ستا پلار به ونیسي او زنداني به یې کړي.))

زه وویریدم، ما ورته وویل: ((سمه ده مورې! پلار ته نه وایم، خو ته فوزیه هم پوه کړه.)) مور مې هغه هم پوه کړه او موږ ته یې خواږه هم راکړل.

څو ورځې وروسته دلدار دنده پېدا کړه، هغه په یو شرکت کې د شپې څوکیداري پیل کړه، هغه ته یې ښه معاش ورکاوه، نو زما پلار یې هم هلته څوکیدار کړ. بیا به نو زما پلار او دلدار دواړه ماښام څوکیدارۍ ته تلل او تره به مې په کور کې و.

یوه ورځ مې مور راته وویل: ((لورې ته، خور او وروڼه دې ټول د نیکه کره لاړ شئ، ورته وایئ چې نن اوړه نشته. تر ماښامه هلته پاتې شئ. تره مو هم نشته کور ته تللی دی. نو تاسې هم هلته د ماښام ډوډۍ وخورئ او له نیکه نه مو یو څه پېسې هم راوړئ، پلار مو هم کور کې نشته، کېدای شي بل چېرته ویده شوی وي، ځکه تاسې د ورځې شور کوئ، نو خوب یې دلته نه پوره کېږي.))

د مور په وېنا زه د فوزیه او دواړو وروڼو سره د مور د پلار یعنې زموږ د نیکه کره لاړو، او څنګه چې مې راته مور ویلي و، هماغلته تر ماښامه پاتې شو، ډوډۍ مو وخوړه، نیا مو راته یو څه ترکاري، اوړه او یو څه پېسې هم راکړې، چې مور ته مو یې ورکړئ.

پلار چې مې د شپې ناوخته کور ته راغی، نو ورور مې ورته وویل چې موږ خو نیکه کره تللي و، کور کې اوړه نه و، ډوډۍ مو هم هلته وخوړه، نیا ډېره ښه ترکاري پخ کړې وه، پېسې یې هم راکړې. زما پلار چې دا واورېدل نو له مور نه مې خپه شو، ورته یې وویل: ((تاته خو ما پرون زر روپۍ درکړې وې، دا اوړه ولې له هغه ځایه راغوښتي؟)) نو هغې ورته وویل: ((ستا ورور هم تللی و، دلدار هم نه و، نو اوړه مې په چا راغوښتي وای؟)) خېر، خبره همداسې ختمه شوه.

لس ورځې تېرې شوې، تره مې کلي ته لاړ، د هغه له تګ وروسته چې مې پلار او دلدار کار ته لاړل، نو مور مې موږ ټول نیکه کره بوتللو، راته یې وویل چې ستا د پلار ملګری مړ شوی دی، نن شپه زه او هغه نږدې کلي ته ځو، نیا ته مو ووایئ چې زه به مو سهار بوځم، نن شپه همدلته وکړئ. ما نیا ته همدا کیسه وکړه، هلته مو ډوډۍ وخوړه، ویده شو او مور مې بیا سهار ۷ بجې بېرته کور ته بوتللو.

موږ ماشومان و، نه پوهېدو چې مور مو ولې داسې کوي. خو په اونۍ یا پنځلس ورځو کې به مې مور یو ځل داسې کول، چې کله به یې د نیکه او کله هم د ماما کور کې د شپې یا د ورځې پرېښودو او رانه به لاړه، یوازې تر ټولو کوچنی چې بېخي نه پوهېده هغه به یې له ځان سره بوتللو، موږ به له ویرې پلار ته څه نه ویل چې هسې نه کور کې شخړه وشي. ځکه د مور و پلار ترمنځ شخړې به زموږ سکون خرابوو.

یو کال همداسې تېر شو، پلار به مې کار ته تللو، مور به مې موږ د نیکه یا ماما کره بوتللو او رانه به لاړه، پلار به مې ټولې پېسې مور ته ورکولې، خو هغه به بیا هم نه وه خوشحاله او د کوڅې ښځو ته به یې هم هر وخت ګیلې کولې.

مور مې له پلاره نه ویریده، هغه به زما د تره او دلدار نه ویریدله. پلار ته به مې یې ویل چې دوی ته ووایه چې نور خپل کور ته لاړ شي، زموږ د کور ټول ارام یې خراب کړی دی.

هغې به مې پلار ته دا خبرې کولې، خو زما له پلاره به یې هم د دلدار ډېر خیال ساتلو، هغه که به ترې پېسې هم غوښتلې نو ورکولې به یې، اخر یوه ورځ مې پلار هم احساس کړه او زما تره ته یې وویل چې نور خپل کور ته لاړ شي، ستاسې دلته په پاتې کېدو زما ښځه نه ده خوشحاله، په دې خبره هغه دواړه ډېر خپه شو او وې ویل چې زما د مور نه به حتماً بدل اخلي، چې د هغه په وېنا دوی دواړه له دې کور څخه ووتل.

هغوی لاړل او زما پلار هم د شپې کار ته لاړ، نیمه شپه مې سترګې خلاصې شوې نو د کوم سړي چیغې مې واورېدې، ما فکر وکړ چې پلار خو کور کې نشته، تره او دلدار هم خپل کور ته تللي دي، بل سړی زموږ کور کې نشته، نو دا اواز د چا دی. د خوبه وم، فکر مې وکړ چې ښايي خوب کې مې څه اورېدلي وي، نو بیا څملاستم او ویده شوم.

سهار مې راته مور وویل چې ستا پلار دوبۍ ته تللی دی، ځکه دلته یې معاش لږ و او د خلکو پورونه هم و، هغه دوبۍ ته تللی دی چې پېسې وګټي او موږ شتمن شو.

هغه وخت زه ۱۲ کلنه وم، همدا فکر مې کاوه چې پلار مې دوبۍ ته د پېسو ګټلو لپاره تللی دی، ډېر وخت به مې ترې پوښتنې کولې چې پلار به مو کله راځي، نو هغې به هر وخت خبره اخوا دېخوا کوله، په دې وختونو کې زما مور ډېره خوشحاله وه، موږ هېڅ کله هم خپه ونه لیدله.

تره او دلدار خو داسې لاړل، چې بیا یې هېڅ پوښتنه ونکړه، خو یوه ورځ دلدار راغی او زما مور سره یې شخړه وکړه، ورته یې وویل چې زما تره چېرته دی؟ هغه دوبۍ ته نه دی تللی، ته دروغ وايې. مور مې ورته وویل چې زه به مې پلار ته ووایم چې تا زما طلا وړې ده او اوس رانه پېسې غواړې، زه ستاسې له وجې دومره تنګه شوم چې هر څه مې خاوند ته وویل او اوس زما خاوند تاسې ورک کړی دی.

دې خبرې دلدار دومره غصه کړ چې چاړه یې زما په مور پسې راواخیسته، موږ څلورو واړو چیغې کړې، هغه وویریده چې هسې نه ګاونډیان راشي، نو له کوره ووت، خو د وتلو پر مهال یې زما مور ته وویل، چې زه به دې داسې پرې نه ږدم، که تا زما د تره په اړه راته رښتیا ونه ویل.

څو ورځې وروسته یو ځل بیا د شپې ما د چا چیغې واورېدې، هغه له ډېره درده چیغې وهلې، ما چې دا چیغې واورېدې، نو مور ته مې غږونه وکړل، مور مې ژر راغله او زما په خوله یې لاس کېښود او راته یې وویل چې غلې ویده شه، هېڅ هم نشته، ما سترګې پټې کړې.

د شپې یوه بجه وه، ما سترګې پټې کړې او هغه لاړه.

اوس زه لږه لږه پوهېدم، ما احساس کړه چې په کور کې خو څه نا څه شوي دي، سهار زه د نیکه کره لاړم او هغوی ته مې ټوله کیسه وکړه، هغوی هم پرېشانه شو، زموږ کور ته راغلل. مور مې خپه ناسته وه، نیا مې ترې څه په مینه او څه به غصه پوښتنه وکړه، چې څه چل شوی دی؟ نو هغې ورته وویل، دلدار او د هغې پلار راغلي و، هغوی نادر وژلـی دی.

نادر زما د مور د تره زوی و، د دې په اورېدو سره مې نیکه پرېشانه شو، هغه مې مور بلې کوټې ته بوتلله، نوره کیسه یې ترې هلته واورېده. ما دروازې ته غوږونه نیولي و، هغه ورته وویل چې تا ولې نادر راغوښتی و، که دا هر څه ستا مخې ته شوې وي نو ستا ژوند هم خطر کې دی، هغوی به تا هم یوه ورځ وژنـي، نیکه مې موږ ټول خپل کور ته بوتللو او هغه پرته له دې چې مور مې خبره کړي، پولیسو کې قضیه ثبت کړه.

هغه پولیسو ته ویلي و چې زما زوم کور کې نه و، د هغه مشر ورور او خوریی د شپې کور ته ورغلي و، په داسې حال کې چې د دوی ترمنځ خپګان راغلی دی، نو زما د لور او د هغې د اولادونو ساتنه دې وشي. دا د نیکه تېروتنه وه یا د عمر زیاتوالی و چې هغه له ویرې څخه پولیسو ته ورغلی و.

بله ورځ پولیسو زما تره او دلدار ورغوښتي و او له هغوی څخه یې څېړنې کړې وې. هغوی پولیسو ته ویلي و، چې زما د مور د خپل تره زوی نادر سره له واده مخکې پټې اړیکې وې، هغوی یو بل خوښول، دواړو غوښتل چې واده وکړي، خو د هغې واده بیا د کمال دین سره وشو.

زما مور له واده وروسته هم د نادر سره لیدل، چې په دې اړه دلدار خبر شوی و، هغه زما مور وهلې هم وه او ورته یې ویلي و چې دا کار دې نه کوي او کمال ته دې دوکه نه ورکوي، ګني هغه به کمال ته هر څه ووايي.

همدا وجه وه چې زما مور دوی له کوره وویستل، کله چې به زما پلار په کور کې نه و، نو نادر به د هغې لیدو ته راتللو. همدا وه چې زما پلار ورک شو او مور مې دا خبره خوره کړه چې هغه دوبۍ ته تللی دی.

دلدار پولیسو ته وویل چې موږ شک درلود، نو ځکه د شپې ورغلو او هلته مو نادر ولیده، موږ د غېرت له وجې هغه هلته مړ کړ او خښ مو کړ، موږ دا خبره منو، خو له دې ښځې نه پوښتنه وکړئ چې خاوند یې چېرته دی؟

پولیس مې د نیکه کور ته راغلل او زما مور یې ونیوله. له څېړنو وروسته معلومه شوه چې زما مور له نادر سره یو ځای زما پلار همداسې مړ کړی و او خښ کړی یې و او اوازه یې خپره کړې وه چې هغه خو دوبۍ ته تللی دی. خو دلدار شک درلود او همدا وجه وه چې د شپې راغلی و او نادر یې لیدلی و.

پولیسو چې زموږ کور راوسپړه، نو د یو پر ځای یې دوه مړي راوویستل، قضیه روانه شوه، نیکه مې زما د مور د بچ کولو لپاره ان خپل کور هم خرڅ کړ، خو هغه یې بچ نه کړای شوه. محکمې هغه ټول عمري بندي کړه او تره او دلدار ته یې د پانسۍ حکم ورکړ. همداسې هغه ټول راز افشا شو، چې موږ ترې ناخبره و، دا هر څه زه په خپل ټول ژوند کې هم نه شم هېرولی.

ژباړه: خپلواک وېبپاڼه

دا هم ولولئ

که له مودو وروسته له ملګري سره مخ کېدئ؛ دا دوه موضوعګانې مه چېړئ

له کوم پخواني ملګرې سره له مودې وروسته مخ کېدل ډېره په زړه پورې تجربه …