کورپاڼه / کرکټ / وهاب ریاض د کامران په اړه؛ ماشوم چې په کور کې مرور شي، کور نه پرېږدي

وهاب ریاض د کامران په اړه؛ ماشوم چې په کور کې مرور شي، کور نه پرېږدي

د پېښور زلمي لوبډلې لوبډلمشر وهاب رياض وايي د پېښور زلمي لوبډلې راته ډېر عزت راکړی نو ځکه یې د پرېښودو فکر هم نه کوم. په داسې حال کې چې ويکټ ساتونکی کامران اکمل وايي، د لوبغاړو په کټګورۍ کې فرنچایز هيڅ رول نه لري.

د پېښور زلمي لوبډلې لوبډلمشر وهاب رياض په خپلو خبرو کې وويل، چې د نړۍ په ټولو ليګونو کې يې لوبې کړي، ويکټې يې اخيستې دي، زلمي لوبډله د يوې کورنۍ په څېر ده، هغوی پرې ما باور لري، هېڅکله يې د پرېښودو فکر نه هم نه دی کړی.

هغه وويل چې کامران اکمل د پېښور زلمي لوبډلې برخه ده، يوه وړه غلطه فهمي وه چې اوس لېرې شوې ده، کورنۍ خپګان راځي، کله چې ماشوم خپه یا مرور شي، کور نه پرېږدي.

بلخوا وېکټ ساتونکی بیټر کامران اکمل ویلي چې خپګان به هم وي، خو زه به د پېښور زلمي سره لوبو ته دوام ورکوم او فرنچایز په کټګورۍ کې هیڅ رول نه لري.

هغه د پاکستان کرکټ بورډ ته په خطاب کې ویلي، چې کټګورۍ باید د کارکردګۍ پر بنسټ برابرې شي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …