کورپاڼه / کرکټ / اسټرالیا کرکټ هوډ لري چې د ایشیز لوبلړۍ څلورمه لوبه د زیاتو نندارچیانو په شتون کې ترسره کړي

اسټرالیا کرکټ هوډ لري چې د ایشیز لوبلړۍ څلورمه لوبه د زیاتو نندارچیانو په شتون کې ترسره کړي

د اسټرالیا کرکټ بورډ هوډ لري چې د ایشیز لوبلړۍ څلورمه لوبه، چې په سېډني کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د زیات شمېر نندارچیانو په ګډون ترسره شي.

په نیو ساوت ویلز کې د چهارشنبې په ورځ ۱۱۲۰۱ د کورونا وایروس پېښې ثبت شوې، خو د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي چې د کورونا وایروس په ډېرېدو سربېره بیاهم د کرکټ مینه وال له لوبې لېرې نشي ساتلی.

د اسټرالیا کرکټ بورډ اجراییوي رییس نیک هوکلې ویلي دي، دوی له وینیس مدیریت سره په ګډه کار کوي او په یو داسې پلان کار کوي ترڅو له کورونا خوندي پاتې شي، که ټول خلک په لارښوونو عمل وکړي نو لوبغالي ته راتللی شي.

د ویلو ده چې د ایشیز لوبلړۍ د دریمې ټیسټ لوبو پرمهال د انګلستان کرکټ لوبډلې په ملاتړو غړو کې څلور د کورونا وایروس پېښې ثبت شوې وه.

یاده دې د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د ایشیز لوبلړۍ درې ټیسټ لوبې ترسره شوي، چې درې واړه اسټرالیا ګټلي او څلورمه ټیسټ لوبه به د جنورۍ په ۵مه پیل شي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …