کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجیب الرحمن ښه توپ اچونه وکړه، خو لوبه یې ونشوه ګټلی

مجیب الرحمن ښه توپ اچونه وکړه، خو لوبه یې ونشوه ګټلی

مجیب الرحمن د بریسبین هیټ لوبډلې لپاره ۴ اورونو ترسره کړل، ۱۲ منډې یې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه، خو لوبه یې وبایلله.

د بیګ باش لیګ ۲۴مه لوبه د پرت بریسبین هیټ او سېډني سېکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې هیټ پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

بریسبین هیټ په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۵ منډې وکړې، د دوی له لورې میکس براینټ ۲۲ او جیک ویدرموت ۲۷ زیاتې منډې وکړې.

د سېډني سېکسرز له لورې بین اببوټ غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول، همدا راز بین داریوشیس او هیډن کیر ۲-۲ او ډین کریسټن ۱ ویکټ واخیسته.

سېډني سېکسرز د ۱۰۶ منډو هدف په وروستي اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړه او بریسبین هیټ ته یې په ۲ ویکټو ماتې ورکړه.

سېډني سېکسرز له لورې سین اببوټ ۳۷ او بین داریوشیس ۲۳ زیاتې منډې وکړې. د بریسبین هیټ لخوا جیمس بزل، ژیویر برتلیت او جیکویدرموت ۲-۲، مجیب الرحمن او مارک سیټکټي ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …