کورپاڼه / کرکټ / ریکي پونټینګ د اسټرالیا اوسنۍ لوبډله تر ټولو خرابه وبلله

ریکي پونټینګ د اسټرالیا اوسنۍ لوبډله تر ټولو خرابه وبلله

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې پخواني توپ وهونکي ریکي پونټینګ د انګلستان اوسنۍ لوبډله، چې د اسټرالیا په سفر تللې، تر ټولو خرابه لوبډله وبلله.

ريکي پونټينګ په ايشیز سياليو کې د انګلستان د شرموونکي ماتې په اړه وويل، څه ډول چې د انګلستان لوبډله لوبه کوي، په اسټراليا کې هېڅ یوې لوبډلې دومره خرابه لوبه نه ده ترسره کړې.

د اسټرالیا دې افسانوي توپ وهونکي ویلي، زه فکر نه کوم چې ما دې په اسټرالیا کې داسې کومه لوبډله لېدلې وي، چې دومره خرابه لوبه یې کړي وي، څو کاله وړاندې موږ په انګلستان کې له سختو ستونزو سره مخ و، هڅه مې وکړه، بدلون مې راوست، ځکه چې هغه وخت موږ نیمګړتیاوې درلودې.

هغه د انګلستان د ټاپ آرډر تخنیک په اړه پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل چې په تیرو څو لوبو کې راهیسې د انګلستان د ټاپ آرډر تخنیک ګورم، دا په هیڅ ډول د ټیسټ کرکټ لیول سره برابر نه دی.

د ویلو ده چې چې انګلستان لوبډلې په ایشیز سیالیو کې پرلپسې درې ټیسټ لوبې وبایللې، چئ د دې شرموونکې ماتې له امله له سختو نیوکو سره هم مخ ده.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …